د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوبغاړو ته هيڅ ډول بې‌ احترامي نشم زغملی: ولسمشر غني


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان ښځینه او نارینه ورزشکارانو ته هېڅ ډول بې احترامي نشي زغملی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان ښځینه او نارینه ورزشکارانو ته هېڅ ډول بې احترامي نشي زغملی.

نوموړی زیاتوي: "زه بد اخلاقي نشم زغملی​ باید ټولو ته دا خبره واضحه وي چې د افغانستان ولسمشر پر اسلامي او ملي اخلاقو ولاړ دی. د ځمکې پرسر هېڅ یو طاقت نشته چې زموږ ماشومانو ته د بداخلاقۍ په نظر وګوري."

اشرف غني دغه څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په ارګ کې د یوې غونډې پرمهال وکړې چې پکې د افغانستان د المپیک د ملي کميټۍ چارواکو، یوشمېر ورزش کارانو او لوی څارنوال ګډون کړی ول.

په دې وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم یوشمېر لوبغاړو د دغه هېواد د فوټبال فیډرېشن چارواکي تورن کړي چې له دوی سره یې په کابل او په تیره فبرورۍ میاشت کې د اردن په یو روزنیز کېمپ کې د جنسي ځورونې په ګډون بد سلوکي کړې ده.

ولسمشر غني له لوی څارنوال څخه وغوښتل چې د تورونو دغه قضیه په جدي توګه وڅیړي. لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې په دې اړه هر اړخیزه څیړنه د دوشنبې له ورځې پیل شوې او د روانې اونۍ تر پایه به یې لومړنۍ نتیجه له خلکو سره شریکه شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG