د لاسرسي ځای

تازه خبر

سولې لپاره د خليلزاد سفر او جيم مېتس څرګندونې


زلمی خليلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيوو چارو وزارت ځانګړی استازی
زلمی خليلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيوو چارو وزارت ځانګړی استازی

د امريکې دفاع وزير جيم مېتس وايي پاکستان بايد د افغانستان سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي. پاکستان همېشه ويلي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې قرباني ورکړي او د سيمې امنيت لپاره ژمن دی.

رويټرز خبري اژانس د راپور تر مخه جيم مېتس په واشنګټن کې په دفاع وزارت کې خبريالانو ته د خپلې هندي سيالې نيرميلا سيتا رامڼ سره تر ملاقات مخکې، د دسمبر په درېيمه وويل چې په جنوبي ايشيا کې له هر ذمه وار هېواده غواړي د افغانستان جګړې ختمولو لپاره د سولې بهير ملاتړ وکړي او اوس وخت رارسېدلی چې پاکستان هم د دې هڅو برخه شي.

جيم مېتس
جيم مېتس

دا په داسې حال کې ده چې د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د دسمبر په درېيمه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي د افغانستان سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د افغانستان سولې لپاره د دسمبر له دوهمې څخه تر شلمې پورې پاکستان، افغانستان، روس، ازبکستان، ترکمنستان، بيلجيم، متحده عرب اماراتو او قطر چارواکو سره خبرې لري.

د خبرپاڼې تر مخه د دې سفر مقصد د افغان چارواکو او نورو ښکېلو غاړو سره د خبرو له لارې د سولې مذاکراتو ته لار هوارول دي.

امريکا غواړي اسلام اباد پر طالبانو خپل اثر رسوخ وکاروي خو هلته د طالبانو پټنځايونه سرخوږی دی. امريکا وايي چې پاکستان يې بايد پر ضد ګامونه واخلي
مايکل کوګلمين

د واشنګټن په ويلسن څيړنيز مرکز کې د افغانستان او پاکستان د څانګې کارپوه، مايکل کوګلمين مشال راډيو ته وويل اتو هېوادونو ته د خليلزاد سفر ښيي چې امريکا د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې ختمولو لپاره د ټولو خواوو نظر اورېدل غواړي. هغه زياته کړه:

هغه زياته کړه: ((زه فکر کوم خليلزاد تر ډېر فشار لاندې دی. فکر کوم ولسمشر ټرمپ هغه ته ويلي دي چې په څو مياشتو کې د سولې يو جوړجاړي ته ورسي. خو زما په خېال دا ډېر غلط کار دی. د سولې بهير ته دومره لنډ تنګ وخت ټاکل نه دي پکار. طالبان تر اوسه په جګړه کې خپله ګټه ويني او سولې ته قانع کول به يې ډېر وخت اخلي. په داسې کې ماته د دې ټولو کوښښونو سمې نتيجې نه ښکاري.))

د يادونې ده چې په قطر کې د طالبانو دفتر غړو مطبوعاتو سره وخت په وخت خبرو کې ويلي چې د سولې مذاکراتو پېلولو لپاره ضروري ده چې په افغانستان کې د لسو زرو په خوا او شا کې مېشته بهرنيوو ځواکونو د وتلو مهالويش وټاکل شي. خو افغان چارواکي وايي لومړی دې مذاکرات پېل شي، بيا به پر دې ټولو غوښتنو خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG