د لاسرسي ځای

تازه خبر

فردوس جمال وايي، تمثیل د هر چا د وس کار نه دی


فردوس جمال پښتون اداکار دی، نوم یې له پښتو زیات په اردو ډرامو کې ګټلی دی. دی یو له هغو ارټسټانو څخه دی چې پیدا شوي په پېښور کې دي خو د فن وږمې یې په نورو ښارونو کې خورې شوې دي.

فردوس جمال وايي، په ۱۹۷۳ کال کې له راډیو د خپل هنري ژوند پیل کړی وو، بیا وروسته یې تلویزون ته لاره پیدا کړه. لومړی یې د هندکو ژبې په یوه ډرامه کې کار وکړ او بیا یې د نورو ژبو ډرامو ته لاره پیدا کړه.

نوموړی وايي، په ۱۹۷۴ کال کې په یوه بله هندکو ډرامه کې د کار موقع پیدا کړه او په دې ډرامه کې نوموړي مرکزي رول لوبولی وو.

فردوس جمال نن د پاکستان د فلم او ډرامه انډسټرۍ تر ټولو زیاتو ځلیدونکو او پړقیدونکو ستورو څخه یو دی، خو تر دې ډګره په رسیدو کې یې ډېرې ستړې ګاللې دي.

د مشال همکارې ملیحې امیرزاده ورسره په مشال مرکه کې تفصیلي خبرې کړې دي.

له فردوس جمال سره د مشال مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG