د لاسرسي ځای

تازه خبر

فانوس ګوجر څوک وو؟


فانوس ګوجر د ۲۰۱۳ په انتخاباتو کې برخه اخېستې وه. په دې تصویر کې نوموړی د پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي.
فانوس ګوجر د ۲۰۱۳ په انتخاباتو کې برخه اخېستې وه. په دې تصویر کې نوموړی د پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي.

پېښور ـ د عوامي ورکز ګوند مشر فانونس ګوجر د دسمبر په دوېمه د بونیر په چغړزو کې خاورو ته وسپارل شو. په جنازه کې یې د ده پلویانو او سیاسي ملګرو ګډون وکړ.

فانونس ګوجر د دسمبر په لومړۍ نېټه په پېښور کې د زړه د ناروغۍ له کبله د ۶۸ کلونو په عمر کې وفات شو.

فانوس ګوجر څوک وو؟

نوموړی د یو پښتون ملت پاله مشر او د محنت کشو د حقونو د مبارز په توګه پېژندل کېده. هغه د عدم تشدد د مبارزې د پښتون مبارز باچاخان سره هم نږدې پاتې شوی وو. نوموړي تل د مظلومو او محکومو قامونو د حقونو لپاره مبارزه کړېده.

فانوس ګوجر د سکول له زمانې راهېسې د عوامي نېشنل ګوند سره تړلی پاتې شوی وو، خو بیا وروسته په ۱۹۹۳ کال کې له یاد ګوند څخه ووت او د پاکستان عوامي پارټۍ په نوم یې د یو جلا ګوند بنسټ کېښود چې مشر یې دی پخپله وو. په ۲۰۱۲ کال کې دوی خپل ګوند د عوامي ورکرز پارټۍ په نوم بدل کړ.

له نوموړي سره د ده سیاسي او همخیاله ملګري په څنګ کې وو او د محکومو قومونو لپاره مبارزه یې خپل شعار ګرځولی وو.

د سیاست والو وینا ده چې په سیاسي میدان کې فانوس ګوجر یو ځانګړی مقام لرلو. د عوامي ورکرز پارټۍ یو صوبايي مشر شهاب الدین خټک په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

((فانوس ګوجر خپل ټول عمر د محکومو قامونو خدمت ته سپارلی وو او د دې خدمتونو په بدل کې څو څو واره زنداني شوی هم وو او د هغه د تګ له وجې د دوی دغې مباررې ته ډير زیان ورسېدو.))

شهاب الدین خټک زیاته کړه، فانوس ګوجر ډېر وخت د باچا خان او ولي خان سره نږدې پاتې شوی وو او هغوی به ویل که د فانوس ګوجر په رنګ یو پنځه ځوانان هم ورسره ملګري شول نو یو ډېر لوی بدلون راوستل کېدی شي.

د بشري حقونو د ادارې پخوانی مشر او سیاست وال افراسیاب خټک بیا مشال راډیو ته وویل، د پاکستان په سیاست کې به د فانوس ګوجر نوم تل ژوندی وي.

د خټک په خبره، د فانوس ګوجر د سیاسي مبارزې هدف تل دا پاتې شوی وو چې مظلوم او محکوم خلک، مزدوران، غریبان او کرګران خپل حقونه تر لاسه کړي او د ژوند د غې طبقې د خلکو د استحصال مخه دې ونیول شي.

فانوس ګوجر څو واره د صوبايي او قامې اسمبلۍ په انتخاباتو کې برخه اخیستې خو بریالی شوی نه وو.

XS
SM
MD
LG