د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي جنیوا کې له افغانستان سره د اربونو ډالرو مرستې اعلان شي


په جینوا کنفرانس کې ولسمشر غني د وینا پر مهال.
په جینوا کنفرانس کې ولسمشر غني د وینا پر مهال.

د افغانستان په اړه د جنیوا د کنفرنس غونډه نن د نومبر پر ۲۸مه ترسره کېږي.

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو او د افغانستان حکومت د اقداماتو ارزونې لپاره دا یو مهم نړیوال کنفرانس ګڼل کېږي.

ښايي افغان مشران به په ننني کنفرانس کې د اصلاحاتو په برخه کې تازه ژمنې وکړي.

همدارنګه نړیواله ټولنه به هم له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې اعلان وکړي.

ټاکل شوې چې د جنیوا په وخت د سهار له نهه نیمو بجو وروسته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د خپل حکومت د بریاوو او ننګونو په اړه وینا وکړي.

  • وچکالي

د افغانستان اجراییه ریس عبدالله عبدالله د سېشنبې ماښام «د وچکالۍ پر مهال د خوړو زېرمه ول» په نوم د جنیوا کنفرانس په یوه بله غونډه کې د خپلې وینا پرمهال وویل، وچکالۍ د سږني کال په اوږدو کې افغانانو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د ده په وینا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۲ ولایتونه وچکالۍ سخت ځپلي دي.

"د حکومت، د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د خوړو زېرمه ولو ارزونې ښیي چې وچکالۍ په افغانستان کې تر درې نیم میلیونه زیات وګړي له بدې وضعې سره مخامخ کړي. دې وچکالۍ همدارنګه په ټول هېواد کې تر شپږ میلیونه زیاتو وګړيو لپاره د خوړو کمی رامنځته کړی."

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۲ ولایتونه وچکالۍ سخت ځپلي دي.

د وچکالۍ پر مهال د خوړو ډاډمنولو په‌ دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارک لاکوک وویل، باید چې د ۲۰۱۸ م کال تر پای په افغانستان کې میلیونونه اړو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.

هغه وویل: "موږ باید نه‌ یوازې پیسې په سمه توګه، بلکې په بیړه ولګوو، چې دوه نیم میلیونه اړو کسانو ته مرسته ورسولای شي. دا ډېره مهمه ده، نه‌ یوازې د خوړو په برخه کې، بلکې د خېمو او سرپناه په برخو کې باید مرستې وشي. ډېره پاملرنه باید زیانمنېدونکیو کسانو لکه ماشومانو، ښځو، نجونو او معذورانو ته وشي."

د ملګرو ملتونو سازمان چې د افغانستان له حکومت سره یوځای د جنیوا د کنفرانس کوربه‌ توب کوي په یوې اعلامیه کې ویلي، دا دوه ورځنی کنفرانس د هغو ۱۵،۲ میلیارده ډالرو مرستو د عملي کېدو لپاره چې ۲۰۱۶م کال کې یې نړیوالې ټولنې افغانستان سره ژمنه کړې وه، ډېر مهم دی.

اروپايي ټولنې د سېشنبې په ورځ له افغانستان سره د ۵۳۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

اروپايي کمېسیون وايي، دا نوې مرسته به د روغتیا، عدالت او کډوالۍ په څېر په عامه سکټور کې ولګول شي.

د جنیوا په‌ دې غونډه کې به چې تر ۶۰ د زیاتو هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماتان او د لسګونه نړیوالو ادارو استازي په‌کې برخه لري افغان مشران هڅه وکړي چې د امنیت، اصلاحاتو، اداري فساد سره د مبارزې، د زېربنايي تاسیساتو د جوړولو او د ښځو د پیاوړي کولو په برخو کې خپلې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه نړیوالو ته تشریح کړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG