د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن: د عمران خان حکومت د ګټې پرځای ملک ته تاوان رسولی دی


د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو پخوانی عکس

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان تر عامو انتخاباتو وړاندې له ولس سره وعده کړې وه، که واک ته ورسېد نو د هغه په وینا، نوی پاکستان به جوړوي.

نوموړي د حکومت ترلاسه کولو په صورت کې ۱۰۰ ورځنی پلان هم اعلان کړی وو. په دې پلان کې د نور څه ترڅنګ د حکومتدارۍ په نظام کې اصلاحات کول، د ملک اقتصاد غوړول او د ملک قومي سلامتیا باوري کول شامل وو.

ولس تحریک انصاف ته رایې ورکړې او عمران خان وزیراعظم شو او اوس یې حکومت ۱۰۰ ورځې هم پوره کړې دي.

پوښتنه دا ده چې د اپوزېشن ګوندونه د حکومت دې لومړیو څه باندې درو میاشتو کارکردګۍ ته څنګه ګوري؟

د اپوزېشن لوی ګوندونه وايي، د عمران خان حکومت په لومړیو درېو میاشتو کې ملک ته د ګټي پرځای تاوان راوړی دی.

دوي وايي، عمران خان چې تر انتخاباتو وړاندې له ولس سره د ووټ په بدل کې کومې ژمنې کړې وې له هغوی څخه یې یوه هم نه ده پوره کړې.

د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ ن مخکښ او پخوانی د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، تحریک انصاف چې له تېرو څو کالو راهیسې څه وعدې او اعلانونه کړي دي له هغوي ټولو پرشا شوي دي.

خواجه اصف وویل، “له ۲۰۱۲م کاله راهسې چې دوي څه هم ویلي دي له هغوی ټولو سل فیصده پرشا شوي دي. دوی یوازې ولس ته داسې خبرې کوي چې هغه په حقیقت کې ممکن نه وي.”

نوموړي وویل، “دوی د حالاتو د مقابلې لپاره ذهني صلاحیتونه نه لري. دا تېرې شوې سل ورځې دا څرګندوني چې راتلونکی وخت به یې څنګه وي”.

د پپلز ګوند مخکښ سېنېټر تاج حېدر مشال راډیو ته وویل چې دوی له لومړۍ ورځې د عمران خان اعلانونه داسې نه دي ګڼلي چې ګواکې دی به یې عملي کړي.

تاج حېدر وویل، “د هغوی خبرې هېڅوک هم سنجیده نه اخلي. هغوی خبرې ډېرې کوي خو فکر لږ کوي. هغوي چې کوم ګامونه پورته کړي دي هغوی د ګټې پرځای تاوان کړی دی.”

د ده په وینا، د تحریک انصاف حکومت “هغه تګلارې خپلې کړې دي چې وار له مخه ناکامه شوې وې. نو دا به خام خیالي وي چې پخوا ناکامه شوې تګلارې به اوس بریالۍ شي.”

د جمعیت علما اسلام مخکښ او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا عطاالرحمان مشال راډیو ته وویل، د عمران خان حکومت په لومړیو درېو میاشتو کې ثابته کړې ده چې دوی د ملک چلولو وړتیا نه لري.

مولانا عطاالرحمان ویل، “په درېو میاشتو کې یې د شپږو هېوادو سفرونه وکړل خو بیا هم تاسو ویني چې د پیټرولو نرخ کوم ځای ته رسېدلی دی، د ګېس قیمت کوم ځای ته رسېدلی دی او د روپۍ په مقابل کې ډالر کوم ځای ته رسېدلی دی.”

نوموړي زیاته کړه چې “ د دوی په کارکردګي کې داسې څه نه شته چې ستاینه یې وشي. دوی لګیا دي د ګټې پرځای تاوان راوړي.”

د عوامي نېشنل ګوند ویاند او پخوانی سنېټر زاهد خان وویل، په پاکستان کې تېر حکومتونو ښايي ښې کارکردګۍ نه وي کړې خو د ده په وینا کله هم دومره ناکامه حکومت هم نه دی راغلی.

زاهد خان وویل، “هر څه ګران شوي دي. عمران خان ویلي وو چې یو کروړ نوکرۍ به ولس ته ورکوي خو دوی وار له مخه پر روزګار لګیا خلک بې روزګاره کوي. دوی دې ووايي چې له سعودي عربه، متحده عرب اماراتو او چین سره یې څه تړونونه کړي او د څه په بدل کې یې کړي دي.”

خو واکمن پاکستان تحریک انصاف وايي، پخوانیو حکومتونو ملک دې حالت رسولی دی او دوی یې پر خپلو پښو د درولو هوډ کړی دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG