د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جنیوا کې به د افغان سولې پر روانو هڅو هم بحث وشي'

صلاح الدین رباني.
صلاح الدین رباني.

افغانستان او نړیواله ټولنه به نن د نومبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د سویس د جنیوا په کنفرانس کې د هغو ستراتېژیو، مرستو او پرمختګونو ارزونه وکړي چې دواړو لورو په مخکېني د بروکسل د ۲۰۱۶ کال په کنفرانس کې پرې هوکړه کړې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست د جنیوا د کنفرانس لپاره د بشپړ تیاریو خبر ورکوي او وایي چې حکومت د هغو ژمنو ډېره برخه عملي کړې چې د ۲۰۱۶م کال د بروکسل په کنفرانس کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، افغانستان خپلې ژمنې لږ تر لږه په سلو کې ۶۰ عملي کړي او د جنیوا په کنفرانس کې به پر دې خبرې وشي چې کومو ستونزو په بشپړه توګه د کړیو ژمنو د عملي کېدو په لاره کې خنډونه جوړ کړي وو.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د جنیوا کنفرانس به چې مشري یې افغانستان او ملګري ملتونه په ګډه کوي، د افغانستان د حکومت لپاره یو فرصت وي چې نړیوالو ته یوه هر اړخیزه ستراتېژي وړاندې کړي، داسې ستراتېژي چې له مخې یې دا هېواد له اقتصادي پلوه په څه ډول او کله په خپل ځان بسیا یا په پښو درېدلی شي او هم به د ښځو د پیاوړي کېدو او له فساد سره د مبارزې په ګډون په مختلفو برخو کې ژمنې کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت به د کنفرانس ګډونوالو ته د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات او هم به دا پیغام ورکړي چې افغانستان د دې وړتیا لري چې په مرستو تړلي هېواد څخه د نړیوالې ټولنې پر یوه اغېزمن شریک بدل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

مرتضوي زیاته کړه:

"زموږ عمده پیغام دا دی چې افغانستان کولای شي چې د یوه اړمن هېواد څخه په یو اغېزمن نړیوال شریک بدل شي او موږ هیله لرو چې مرسته کوونکي هېوادونه به په راتلونکو پنځو کلونو کې تر ډېره د افغانستان د بازار موندنې او پانګونې په برخو کې له دې هېواد سره همکاري وکړي."

​د افغانستان لپاره ۲۰۲۴م کال له مالي پلوه په خپل ځان د بسیا کېدو یا په پښو درېدو لپاره هدف ټاکل شوی دی.

ټاکل شوې چې په بل د ۲۰۲۰م کال په کنفرانس کې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما هیله‌مند دی چې د جنیوا په کنفرانس کې به چې سبا یې اصلي ورځ ده پر دې سربېره چې ګډونوال یوه ګډه اعلامیه خپروي، د افغانستان حکومت وکولای شي نړیوالو ته قناعت ورکړي چې د اصلاحاتو، د ډموکراتیکو پروسو او پرمختیایي چارو په برخو کې پرمختګونه کړي او نړیوال دې ورسره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یوناما په وینا د مخکېنیو د افغانستان په اړه د توکیو او بروکسل د کنفرانسونو په څېر چې نړیوالو له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنې کړې دي، په‌دې کنفرانس کې له افعانستان سره نوې مرستې نه‌اعلانېږي، بلکې تر ډېره به پر هغو پالېسیو او ستراتېژیو تمرکز کېږي چې پر نړیوالو مرستو د افغانستان اتکا له‌منځه وړي.

د جنیوا د اصلي غونډې تر څنګ د سولې، د فساد په وړاندې د مبارزې د بشري حقونو او د ښځو د پیاوړي کولو په ګډون د افغانستان د مختلفو برخو په اړه له ۱۰ زیاتې فرعي غونډې هم نن او سبا جوړېږي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG