د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلما شاهین وايي، "زه هماغسې وړه وای"


پراګ ـ دا اوونۍ په مشال مرکه کې د ډاکټرې سلما شاهین سره غږېدلي یو. نوموړې لیکواله او شاعره ده او د پېښور پښتو اکېډمۍ کې یې هم دنده تر سره کړې ده.

ډاکټره سلما شاهین د خیبر پښتونخوا په بغداده مردان کې د اپریل په شپاړسمه ۱۹۵۴کال کې د امیر محمدخان کره پیداشوه. امیر محمد خان د باچاخان د خدايي خدمت ګار غورځنګ له نږدې پلویانو څخه و او ددې خبرې طرفداره وچې په خپلو لوڼو هم د خپلو زامنو په شان لوړې زدکړې وکړي، ښيي همداوجه به وه چې داکثرو پښتنو روایتي کورنیو په شان چا د سلما د تعلیم مخه ونه نیوله.

سلما پرایمري، مډل او هايي سکول او بیا وروسته کالج هم په مردان کې ولوستل او بیا د ماسټرۍ لپاره د پېښور یونیورسټۍ په پښتو ډیپارټمنټ کې شامله شوه. هغې نه یوازې په پښتو ادبیاتو کې MA وکړه بلکه وروسته یې د PHD یا ډاکټرۍ سند هم ترلاسه کړو او ډېر کلونه یې د پېښور یونیورسټۍ په په پښتو ډیپارټمنټ او پښتو اکیډمۍ کې د ښونکې، څیړونکې او مشرې په توګه هم تیر کړل.

نوموړې په اتم جومات کې وه چې د شعر ویلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې وې خو اول شعر یې هغه مال په ( امن ) اخبار کې چاپ شو چې دا په یونیورسټۍ کې د پښتو طالب علمه وه .

سلما شاهین ګڼ کتابونه لیکلي چې د ځینو نومونه یې ( نوی سحر ) ، ( زه هماغسې وړه وی )، ( راوېل )، ( که رڼا شوه ) او ( کاڼي او اغزي ) نومیږي.

دتحقیق په میدان کې د روهي ادب په نوم د زرګونو نادرو ټپو ټولول او ( جدید نظم په پښتو کې ) په نوم د کتاب لیکل د یادولو وړ دي.

له سلما شاهین سره شوې مرکه دلته واورئ:

له سلما شاهین سره مشال مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG