د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چوهدري: د مطبوعاتو د څار نوې اداره جوړوو


فواد چوهدري
فواد چوهدري

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي ، دوي د الیکټرونکي مطبوعاتو ، چاپي مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو د منظم کولو لپاره نوې اداره جوړوي.

نوموړي د نومبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې یو کنفرانس ته په وینا کې وویل ، حکومت د داسې یو ادارې جوړولو پرېکړه کړې ده چې د خبري رسنیو دا درې واړه څانګې منظمې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې وار له مخه د خبریالانو سازمانونه او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کار کوونکي شکایت کوي چې د ملک مطبوعاتو تر سخت فشار لاندې دي.

که څه هم ټي وي چېنلونه د مالي بحران خبره کوي خو د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کارکونکي وايي ، یو شمېر خبریالان پر دې له کاره اېستل شوي چې هغوي ازادې او زړورې تبصرې کوي.

د اسلام اباد او راولپنډۍ د خبریالانو مشر افضل بټ د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وویل ، دوي دا مني چې په مطبوعاتو کې او د هغوي په انتظام کې به کمزورۍ وي خو د ده په وینا حکومت یې باید له دوسره شریکې کړي.

افضل بټ وویل ، “هر وخت د ښه والي امکان وي او موږ منو چې په پاکستانیو خبري رسنیو کې به هم نیمګرتیاوې وي خو د دې مانا دا نده چې که حکومت اصلاحات غواړي نو هر څه دې په پټه کوي. باید هر څه چې کوي ، څرګند یې کړي او له موږ سره دې بحث پرې وکړي”.

افضل بټ تر دې وړاندې په روان کې پر مطبوعاتو د مبینه فشار پرضد څو ځله احتجاجونه هم کړي دي.

ده وویل ، د اصلاحاتو پلوي دی خو د ده په وینا ، د مطبوعاتو د ازادۍ پرضد که ګام اخیستل کېږي نو دوي به یې په وړاندې خامخا درېږي.

د مطبوعاتو د قانون پوه محمد افتاب عالم مشال راډیو ته وویل ، د الیکټرونک میډیا ، چاپي رسنیو او ټولنیزو رسنیو د انتظام چارو بلکل یو له بله بېلې دي.

ده وویل ، په دې نه پوهېږي چې د پاکستان حکومت څنګه د دې هر څه لپاره یوازې یوه اداره جوړول غواړي.

نوموړي وویل ، “چې دا هر څه په پام کې ونیول شي نو سړی په دې نه پوهېږي چې حکومت په اصل کې څه غواړي. په ظاهر داسې ښکاري چې حکومت ښايي په ملک کې د اظهار ازادي په خپل واک کې اخیستل غواړي چې په ملک کې هغه سیاسي بحثونه شاید ونه شي کوم چې روان دي ، یا کېدای شي او یا باید وشي.”

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري اوسمهال یوازې هم دومرېویلي دي چې په ملک کې د مطبوعاتو د څار اراده – پیمرا – به له منځه لاړه شي او پر ځای به یې دا نوې ادار رامنځ ته شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG