د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز پارټۍ د اییني عدالتونو غوښتنه کړې


پیپلز پارټۍ غونډه.

پيپلزپارټۍ د اييني عدالتونو د جوړولو غوښتنه کړې چې دارنګ پکې يوازې سياسي مقدمې وچلول شي. دوی دا غوښتنه هم کړې چې د ترهګرۍ له ټولو مقدمو سره دې يوشان چلند وشي.

قانونپوهان وايي د پاکستان په عدالتونو کې دا وخت ۸۰ فيصده مقدمې سياسي دي چې له وجې يې نورې مقدمې په ټپه ولاړې دي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې پوځي عدالتونه دې ختم کړل شي.

د سېنېټ قوانينو اصلاحاتي کمېټۍ او د حکومت اتحادي ګوند اېم کيو اېم غړی محمد علي خان سیف وايي، د اييني عدالتونو جوړولو لپاره به اييني ترميم کول وي. او بل دا چې په قامي اسمبلۍ کې د اييني ترميم لپاره په درېوو کې دوه اکثريت ته اړتيا ده، او ترلاسه کول یې ممکن نه دی ځکه چې د ده په خبره دا وخت د حکومت او اپوزيشن سخت اختلافات دي.

نوموړي دا هم وويل چې پوځي عدالتونو ته اړتيا ده او نشي ختمېدای.

بېرسټر سېف تور پورې کړ چې پيپلز پارټي د سياسي مقدمو لپاره ځکه اوس د اييني عدالتونو جوړولو غوښتنه کوي چې دا وخت يې د ګوند د مشر او نورو غړو خلاف مقدمې روانې دي:

''په پاکستان کې چې کله يو سياسي ګوند په حکومت کې وي نو په لومړيتوبونو کې يې د اييني عدالتونه جوړول نه وي چې دارنګ په دغو عدالتونو کې يوازې سياسي مقدمې وچلول شي او د عامو مقدمو يعنې فوجدارۍ او دېواني مقدمو لپاره بيا ځانله عدالتونه وي.''

دا په داسې حال کې ده چې د پيپلزپارټۍ مشرانو د نهې پر ورځ په يوه خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې په ملک کې دې اييني عدالتونه جوړ کړل شي او د ترهګرۍ ټولو مقدمو سره دې يوشان چلند وشي.

په اسلام اباد کې د قانوني چارو پوه نور عالم خان هم وايي چې دا وخت د پاکستان په عدالتونو کې ۸۰ فيصده مقدمې سياسي دي چې له وجې يې نورې مقدمې په ټپه ولاړې دي، د ده په خبره دا ځکه چې د دې مقدمو ترشا غير جمهوري قوتونه لا لري:

''د عام ولس په لکونو مقدمې دي په اعلا عدالتونو کې له کلونو راهيسې راروانې دي خو عدالتونه په سياسي مقدمو بوخت دي ځکه چې که يو خوا دې مقدمو ته په رسنېو کې ځای ورکړل کيږي نو بلخوا يې ترشا غير جمهوري قوتونه هم دي.''

ياده دې وي چې د پاکستان چيف جسټس ويلي دي چې دوی د پاکستان په سياست کې مداخله نه کوي. د پيپلزپارټۍ مشرانو د نهې پر ورځ په خبري غونډه کې تور پورې کړ چې عدليه د ترهګرۍ په مقدماتو کې دوه مخيزه رول لوبوي.

د دوی په خبره که يو خوا سپريم کورټ د پېښور هايي کورټ پر هغه پريکړه عمل درامد کول ودرول چې پکې د پوځي عدالتونو لخواسزايافته د ۷۶ کسانو د خوشې کولو امر شوی وو نو بلخوا يې د پخوانۍ وزيراعظمې بې نظيربهټو په کېس کې ۵ ملزمان چې د جوډيشنل مېجسټرېټ پر وړاندې يې اعتراف هم کړی وو خوشې کړل.

نور عالم خان هم وايي بايد چې پوځي عدالتونه ختم کړل شي ، د ده په خبره ځکه چې په دې کې د انصاف تقاضې نه پوره کيږي:

(( چې په پوځي عدالتونو کې دوه ورځو کې دننه فصله وشي او د فصلې پر ضد بيا اپيل هم نه کيږي نو دا خو له بنيادي حقونو سره غړونه ده. يو ملزم د چا په تحويل کې دی،هم هغه ورله وکيل ورکړي او هم هغه پرې اقبال جرم وکړي نو دا خو د انصاف د تقاضو پوره کول نه شول))

خو د سېنېټ د قوانينو د اصلاحاتي کمېټې او حکومت اتحادي ګوند اېم کيو اېم غړی محمد علي خان سېف وايي پوځي عدالتونه چې له پارلمانه يې منظوري ورکړل شوې او اييني حېثېت لري ، د وخت ضرورت دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG