د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيراعظم عمران خان د ماليزيا په دوره دی


د پاکستان خارجه وزارت د وزيراعظم عمران خان د ماليزيا دورې پرمهال د ېاد ملک چارواکو سره د شوو مذاکراتو پحقله اعلاميه جاري کړې ده چې پکې ويل شوي دي چې دواړو ملکونو خپلمېنځي اړيکې نورې ښې کولو او په هر کچ رابطې په زياتولو اتفاق کړې دې.

د پاکستان خارجه وزارت لخوا په جاري کړې شوې اعلاميه کې ويل شوي وزيراعظم عمران خان د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد سره ېو په ېو او د پلاوي په کچ ملاقاتونه وکړل چې پکې په اقتصادي مرستو، دواړه خيزه تجارت پراخولو او سرماېا کارۍ لپاره موقعې په برابرولو يې ورسره خبرې وکړې.

دا مهال په پاکستان د نوي (۹۰) اربه ډالرو نه زيات قرض پورې دې او هر کال په سوونو اربه روپۍ په ېادې قرضې د سود په مد کې ورکوي.

په اعلاميه کې ويل شوي د ماليزيا وزيراعظم په پاکستان کې د توانايۍ په بحران قابو موندو لپاره د مرستو وويل چې عمران خان يې هر کلې وکړو، دې سره سره پاکستان د ماليزيا کمپنو ته په خصوصي صنعتي زونونو کې د سرماېا کارۍ بلنه په ورکولو سره سره تعليم، سېلګرۍ، ولسې رابطې او دواړو ملکونو ترمېنځه د ويزو جزوي خاتمې معاهده وکړې شوه.

د ذکر ده چې د سعودي عرب دوېمې دورې ورستو وزيراعظم عمران خان د اکتوبر په څليرشتمه (۲۴) قام ته خپلې وينا کې وېلي وو چې چين او ماليزيا پشمول د ځنې نورو ملګري ملکونو سره يې هم خبرې روانې دي او هيله لري چې قرض اخستو کې به ترې کامياب شي خو د چين سفر ورستو په جاري کړې شوې اعلاميه کې نه خو د ېاد ملک لخوا د څه قسمه مالي مرستو پحقله ويل شوي وو او نه په موجوده اعلاميه کې داسې څه وېل شوي دي چې په دې مشکل وخت کې به ماليزيا د پاکستان سره څه مالي مرستې کوی او که نه.

خبرېال او اقتصادي چارو کارپوه فدا محمد وايي وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب او چين دورو نه وړاندې دا ويلي وو چې کوښښ به يې وي چې د ملک معاشي حالات ښه کولو لپاره د ېادو ملکونو نه قرض واخلي خو ماليزيا ته تللو نه وړاندې نه خو وزيراعظم او نه بل کوم حکومتي غړي داسې څه وېلي وو چې ېاد ملک نه به هم د قرض پېسو غوښتنه کوي.

عمران خان د وزيراعظم جوړيدو ورستو په تيرو درېو مياشتو کې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو دوه (۲) دوه (۲) او د چين ېوه دوره کړې ده خو تر دې دمه صرف سعودي عرب ېو ارب ډالر د پاکستان په مرکزي بانک کې ايښودي دي او وايي چې نورې دوه اربه ډالره به په راتلونکو ورځو کې په ېاد بانک کې جمع کوي.

د ېادونې ده چې دا مهال په پاکستان د نوي (۹۰) اربه ډالرو نه زيات قرض پورې دې او هر کال په سوونو اربه روپۍ په ېادې قرضې د سود په مد کې ورکوي.

XS
SM
MD
LG