د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر مذهبي غونډې ځانمرګي برید ۴۰ تنه وژلي، ۶۰ ژوبل


افغانستان: یو افغان مذهبي عالم بېړني روغتون مخې ته انتظار کوي چې د نومبر پر ۲۰مه (۲۰۱۸) د کابل په یوه واده تالار کې یوه ځانمرګي بریدګر یوه مذهبي غونډه په نښه کړه.  
افغانستان: یو افغان مذهبي عالم بېړني روغتون مخې ته انتظار کوي چې د نومبر پر ۲۰مه (۲۰۱۸) د کابل په یوه واده تالار کې یوه ځانمرګي بریدګر یوه مذهبي غونډه په نښه کړه.  

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د واده تالار کې له ځانمرګي بریده د چارواکیو په خبره۴۰ تنه وژل شوي او نېږدې ۶۰ تنه نور ژوبل دي.

د کال په اورانوس هوټل کې د پیغمبر اسلام د زوکړې په تړاو په ځانګړیو مراسمو کې ځانمرګی برید شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي د برید له ځایه ورته تر ۴۰ زیات مړي او ۶۰ ټپیان لېږدول شوي دي.

د مرګژوبلې وروستی شمېر لا نه دی څرګند.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ازادۍ راډیوته وویل چې ډېری ژوبل یې د شېخ زاید روغتون ته چې سیمې ته نږدی دی، لېږدولي دي.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه هېڅ یوې ډلې نه ده منلې.

اورانوس هوټل د کابل په ۱۵مه ناحیه کې دی چې تل پکې د ودونو وراګانې کېږي.

XS
SM
MD
LG