د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امریکا-پاکستان لانجه باید د افغان سولې بهیر اغېزمن نه کړي'


د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري
د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي له پاکستانه غواړي چې له امريکا سره يې د خرابو اړيکو اغيزه د سولې په هلو ځلو و نه شي.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د سه شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل:

''په دې وروستيو کې د امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستاني وزير اعظم عمران خان ترمنځ د سختو خبرو تبادله د دواړو هېوادونو خپلمنځي لانجه ده او بايد له دې د افغان سولې هلو ځلو ته تاوان و نه رسيږي.''

دا په داسې حال کې ده چې د نهې پر ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو عمومي سکترې تهمينه جنجوعه په اسلام اباد کې د امريکا ناظم الامور پاول جونزته وويل چې پاکستان له امريکا سره په ګډه د افغان جنګ د ختمولو او د افغان سولې لپاره هلې ځلې پېل کړي خو د امريکا لخوا په پاکستان تورونه دې هلې هلوځلو ته تاوان رسولی شي.

خو په اسلام اباد کې د سياسي چارو پوه رفيع الله کاکړ وايي چې پاکستان د سولې خبرو ته دومره تاوان نشي رسولی ځکه چې پاکستان اوس په طالبانو ډېر کنټرول نلري:

''پاکستان د پخوا په څېر پر طالبانو کنټرول نلري. بله دا چې د سولې په روانو هلو ځلو کې له پاکستان پرته هم ډېر برخه وال دي لکه روس ،چين او ايران.''

همداراز څرګندونې د پاکستان يو پخوانی سفارتکار او کارپو رستم شا مومند هم کوي او نوموړی وايي:

''که يو خوا اوس افغان طالبان پر پاکستان باور نلري نو بلخوا امريکا هم غواړي چې نېغ په نيغه له طالبانو سره خبرې وکړي نو زما په خيال پاکستان اوس د سولې پروسې ته دومره تاوان نه شي رسولی.''

خو په پېښور پوهنتون کې د پاکستان مطالعاتو د مرکز مشر فخرالاسلام بيا وايي چې اوس هم په افغان سوله کې د پاکستان له اهميته انکار نشي کېدای.

نوموړی وايي:

''پاکستان د افغانستان ګاونډي هېواد دی او په افغان سوله کې د پاکستان له جغرافيايي ارزښته انکار نشي کېدای. د افغانستان تر ټولو اوږده پوله له پاکستان سره ده نو دغه راز د پاکستان او افغانستان امنيت له يو بل سره تړل شوی.''

د افغانستان د سولې عالي شورا پر داسې وخت له پاکستانه غوښتي چې د افغان سولې ملاتړ ته دوام ورکړي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اتوار ورځ پر پاکستان د سلګونه میلیونه ډالره مرستې د بندولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

هغه وویل، چې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه‌ کوي او حکومت یې د القاعده له مشر اسامه بن سره مرسته کړې وه چې په پوځي ښار کې پټ شي.

د پاکستان وزيراعظم د امريکايي ولسمشر د بیان په ځواب کې ویلي چې د پاکستان پر ضد د ښاغلي ټرمپ کړې څرګندونې بايد سمې کړل شي.

نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په امريکا کې د يوولسم سپټمبر په ترهګريزه پېښهکې يوه پاکستاني هم لاس نه وو لرلی خو بيا هم پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه واخیستله، دا شان د ده په وينا په دې جګړه کې ۷۵ زره پاکستانيان ووژل شول او د هېواد اقتصاد ته ۱۲۰ اربه ډالر تاوان ورسيد.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG