د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طاهر داوړ زوی: وزیراعظم ته مو وويل، نړيوالې پلټنې غواړو


وزيراعظم عمران خان او د طاهر داوړ زوی امجد داوړ

له اسلام اباده د تښتول شوي پوليس افسر طاهر دواړ چې وروسته یې مړی د افغانستان له ننګرهاره وموندل شو، زوی امجد داوړ وايي د وزيراعظم عمران خان سره يې ملاقات کې خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې د پلار د وژنې پلټنې دې يوه نړيوال اداره وکړي.

هغه د نومبر په ۱۹مه تر دې ملاقات څو شېبې وروسته مشال راډيو ته وويل: ((وزیراعظم موږ ته وويل چې ستاسي په هره اداره او هر چارواکي باور وي، هغه به د دې پېښې پلټنې وکړي او که مو د اطمينان وړ نه وو نو بيا به يې کومې نړيوالې ادارې ته وسپارو. ما ورته خپله غوښتنه تکرار کړه چې يوه نړيواله اداره دې تحقیقات وکړي. خو اوس موږ ګورو چې مخکې څه وکړو. موږ به د خپلو قانون پوهانو ملګرو سره په دې اړه مشوره کوو.))

د پاکستان حکمران ګوند تحريک انصاف د نومبر په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې مشر يې او وزيراعظم عمران خان د طاهر داوړ د کورنۍ غړي اسلام اباد ته ورغوښتي وو او هلته يې ورته د غمرازۍ تر څنګ وويل چې هر قسم مرسته به یې کوي. د پېښور د کليوالو سيمو د پولیسو مشر، طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۶مه په اسلام اباد کې تښتول شوی وو. د نومبر په ۱۳مه يې د افغانستان له ننګرهاره د مړي پېدا کېدو خبر راغی.

وزيراعظم عمران خان د طاهر داوړ د وژنې پلټنو لپاره د استخباراتي ادارو او امنيتي چارواکو په غړيتوب يوه کمېټې جوړه کړې ده.

د پاکستان کورنيوو چارو وزير مملکت، شهریار افريدي د نومبر په ۱۹مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته د وېنا پر مهال وويل چې رياست به یې انصاف ضرور کوي. ((لکه زه چې څرنګه تورخم ته لاړم او د ايس پي طاهر داوړ مړی مې راپورته کړ، همدغسې د هغه کورنۍ او هر پاکستاني ته مې پېغام دا دی چې رياست به هر حد ته ځي او مجرمين که د هر ځای وي، سزا به ويني. موږ د پاکستاني قوم سره دا وعده کړې وه او له وجې يې له خدای تر دوی وروسته موږ ته د حکومت چارې راکړې دي.))

د طاهر داوړ د مړي سره يو خط تر لاسه شوی وو چې پکې ليکل شوي وو داعش وسله واله ډله د دې ذمه واري اخلي خو دې ډلې د خپلو روايتي رسمي مطبوعاتي لارو د دې تصديق نه دی کړی. په همدې حال کې پرون په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه او ټويټر ليکلي چې د پاکستان سره شريکو تحقیقاتو کولو ته تيار دي خو تر اوسه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG