د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کوکنارو مخنیوي لپاره بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي


د کوکنارو د کښت د مخنيوي په غرض د ننګرهار د کرنې ریاست د دغه ولایت د پينځو ولسواليو په ۲۸۰۰ بزګرانو ۱۴۰ ميټرک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او کيماوي سرې وویشتلې.

بزګران د غنمو د اصلاح شوي تخم په تر لاسه کولو خوشاله دي، خو په کرنيزه برخه کې د زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په غرض بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د ويش دا لړۍ د بهسود، سره رود، دره نور، ګوشتې او روداتو ولسواليو بزګرانو ته د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوه.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د کرنیزو چارو امر عبدالوارث تاند وايي، په تېرو کلونو کې به د اصلاح شوي تخمونو، کيمیاوي سرو او نورو اړوند کرنیزو توکو ویشل به د قومي جوړښتونو له لارې تر سره کېده، چې اکثر وخت به ترې مستحق بزګران بې برخې کېدل، خو سږکال به د کوپون له لارې ټول بزګران په دې وتوانيږي چې پخپله خپله مرسته تر لاسه کړي.

ده وویل، "د ننګرهار د پینځو ولسواليو لپاره ۱۴۰ ميټرک ټنه اصلاح شوي غنم د وولچر یا کوپون له سستم په بزګرانو ویشل کېږي. د دې لارې به بزګران په دې وتوانېږي چې خپل سهم تر لاسه کړي."

​په غونډه کې د ننګرهار والي حیات الله حيات وویل، له بزګرانو سره د پرېکړې په اساس به سږکال د ننګرهار په يوې ولسوالۍ کې هم کوکنار ونه کړل شي.

حیات وویل، " سږکال مو سره د ننګرهار بزګرانو، کروندګرو، قومي مشرانو دا وعده کړې چې په خپلو ځمکو به کوکنار نه کري. په هره ولسوالۍ کې چې کوکنار وکرل شول، ولسوال، امنیه قوماندان او د ملي امنیت مدیر چې زموږ په لاس کې خلک دي، دريواړه به منفک کېږي او څارنوالۍ ته معرفي کېږي، هر بزګر چې وکرل، هغه سره به قانوني چلند کېږي. هيله مې دا دې چې تاسو بزګران دا پېغام نورو ته ورسوئ."

د ننګرهار بزګران وايي چې دوی په خپلو ځمکو کوکنار نه کري، خو کومې مرستې چې له بزګرانو سره کېږي، هغه ناکافي دي.

سید نظیر " یوه توړه غنم او یوه توړه سره موږ ته راکوي چې دا موږ ته کفایت نه کوي. موږ په خپلو ځمکو کوکنار نه کرو، خو د دولت نه مو هيله ده چې موږ سره نورې مرستې هم وکړي."

ملاجان بیا په دې اړه وویل، " کومه مرسته چې موږ سره وشوه، موږ ترې ډېره مننه کوو، خو دا مرسته موږ ته ناکافي، باید چې موږ سره نورې مرستې هم وشي، موږ پخوا هم کوکنار نه دي لرلي او سږکال يې هم نه کرو."

د ننګرهار د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې سږکال به وزارت او بهرنیو مرستندویه ادارو په مرسته څه باندې څوارلس سوه ميټرک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نور اړوند کرنیز توکي په بزګرانو وویشي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG