د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د سابقه لرونکو ښوونکو د خدمتونو قدرداني وشوه


په خوست کې ښوونکو د خدمتونو قدرداني.
په خوست کې ښوونکو د خدمتونو قدرداني.

د خوست یو شمېر روڼ اندو، فرهنګیانو او مدني فعالانو دیارلس تنه هغه ښوونکي چې له دېرشو تر پنځوسو کلونو پورې د ښوونکو په توګه پاتې شوي او د نوي نسل په ښوونه روزنه کې يې برخه اخیستې، وستایل او د دوی د خدمتونو قدرداني يې وکړه.

یاده ستاین غونډه نن د جمعې په ورځ د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د حیدرخېل ادبي بهیر په نوښتد محمدصدیق روهي لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه.

د برنامې یو تن تابیا کوونکي مدني فعال شاکرالله شاکر مشال راډیو ته وویل،د دې کار څخه یې دوې موخې درلودې، لومړی دا چې هغه ښوونکي وستايي کوم، چې د ژوند اوږده کلونه يې د نوي نسل روزنې ته وقف کړي او دویم هدف يې دا ډول خدمتونو ته د نورو ښوونکو او بیلابیلو قشرونو هڅونه او تشویقول دي.

ښاغلي شاکر زیاته کړه:

((حیدرخېل ادبي بهیر د درېیم ځل لپاره د ښوونکو ستاین غونډه جوړه کړې وه، دا چې زموږ ټولنه جګړو ځپلې ده، نو ښوونکو ته تر هر وخت ډېر پکار دي، چې د ښوونې د پرمختیا لپاره هڅې وکړي، د دې غونډې څخه مو موخه داده چې د هغو ښوونکو لمانځنه وشي، چې کلونه-کلونه يې د نوي نسل ښوونه روزنه کړې ده او بل هدف مو دادی چې نور ښوونکي لا نور خدمت ته تشویق شي.))

​په ستاین غونډه کې ښوونکو ته ستاین لیکونه، په پښتني دود لونګی او یو شمېر ډالۍ برابرې شوې وې.

په تقدیر شویو ښوونکو کې یو هم محمدجان وقار وو، چې د ۳۸ کلونو راهیسې ښوونکی دی.

نوموړی وايي، د ځوانانو او زده کوونکو په هڅونې سره داسې احساس کوي، لکه اوسنوې چې د معلمی دنده پیلوي.

محمدجان وقار وویل:

((زه داسې فکر کوم چې نوې دنده پیلوم، دا ما ته قوت رابخښي، تر څو چې ژوندی یم د نوي نسل په سالمه ښوونه روزنه کې هېڅ غفلت او بې پرواهي ونکړم، تر څو چې دا غم ځپلی هېواد د علم په زیور ښایسته کړو او د موجودو ناخوالو څخه په ګډه ولس او خلک راوباسو.))

​ګلرنګ شاه نیکیار د ۴۲ کلونو راهیسې ښوونکی دی، د نوموړي خدمتونه هم پدې ستاین غونډه کې وستایل شول.

نوموړی وویل، د نوي تعلیمي نصاب د ښه تطبیق لپاره درسي توکو او پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا ده، زده کوونکي باید د اوسني وخت د اړتیاوو مطابق وروزل شي او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شي.

مدني فعال صاحب ګل فرهاد وايي، چې په ژوندوني د خدمتګارانو په لمانځلو او ستایلو سره هغه بد فرهنګ چې وايي، په پښتنو او افغانانو کې ښه ژوندی نشته او په مړو کې يې بد نشته له منځه ځي.

د سایقه لرونکو ښوونکو په ستاین غونډه کې یو شمېر ځايي حکومتي مسوولینو هم برخه درلوده.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمدیونس ځدراڼ وویل، دا ډول پروګرامونه د ټولو هغو کسانو د هڅونې لامل ګرځي، چې په رسمي ادارو کې دندې ترسره کوي:

((دا به ټولنې ته دا پیغام ولري، هغه څوک چې خلکو او هېواد ته رښتینۍ خدمت کوي، ولس يې قدر کوي، هغه څوک چې په اداراتو کې اوس دندې اجراء کوي، دوی ورسره تشویقیږي، خلکو ته يې په خدمتونو کې ډېروالی راځي او دوی پوهیږي، که رښتینۍ خدمت وکړي، خلک يې ستايي او قدر يې کوي.))

د یادونې وړ ده، که څه هم خوست د پوهنې د بهیرځلانده سابقه لري او په وروستۍ نږدې یوه پیړی کې يې ډېر شمېر علمي، سیاسي او اکاډمیک شخصیتونه افغاني ټولنې ته وړاندې کړي، خو اوسمهال که له یوې خوا د یاد ولایت د پوهنې بهیر د کمیت او څومره والي له نظره پراخ شوی ولې کتونکي يې کیفیت کمزوری ګڼي او د ښه کولو غوښتنه يې لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG