د لاسرسي ځای

تازه خبر

زه نه یم ورک: ایاز خان


د اسلام اباد ښارپرمختيايۍ ادارې (سي ډي ای) لادرکه ډايرېکټر ایاز خان پر خپل ویډيو پیغام کې وايي، دی ورک نه دی بلکې په ډېره اسماعیل خان کې د خپلوانو کره تللی دی.

تر دې وړاندې د ابپارې تاڼې محرر محمد فاروق نن د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل د محمد ایاز کورنۍ غړیو بېګا پنجشنبه له دوی سره راپور درج کړی وو چې نوموړې د زيارت ورځې له سهاره له خپله کوره دفتر ته وتلی وو او د ماسخوتن تر اتو (۸) بجو یې له خپلې مېرمنې سره په تماس کې وو خو تر اوسه کور ته نه دی راغلې او موبايل يې هم بند دی.

د نوموړي وينا وه ایاز خان له کوره دفتر ته راغلی وو خو واپس خپل کور ته نه دی تللی، د نوموړي دفتر د اسلام اباد په جي سیکس مېلوډي کې دی او موټر يې هم په دفتر کې ولاړ دی خو د ایاز خان څه درک نه لګېږي. د هغه د کورنۍ غړیو لخوا د راپور درجولو وروستو پوليسو خپلې پلټنې شورو کړې دي.

د ایاز خان اوخښي حسن مشال راديو ته وويل پرون يې د نوموړي د ورکيدو درخواست پوليسو ته ورکړی.

​د نوموړي وينا وه پرون ماښام اياز خان له خپلې مېرمنې سره خبرې وکړې او ورته يې وويل چې کور ته درځي خو له ماسخوتن راهسې يې دواړه موبايل نمبرې بندې دي. له خپلو خپلوانو او دوستانو سره رابطو ورستو اخر يې د نوموړي د ورکېدو راپور په تاڼه کې درج کړو.

د ذکر ده چې د اکتوبرپه اوويشتمه (۲۷) د پيښور کليوالو سيمو پوليس مشر اېس پي طاهر خان داوړ هم له اسلام اباده ناڅرګندو کسانو تښتولې وو او د نوموړي مړی د نومبر پر ديارلسمه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ځايي خلکو موندلی وو. د هغه مړی د زيارت په ورځ د ننګرهار چارواکیو او یوې ولسي ډلې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ په مشرۍ قبايلي مشرانو ته په تورخم کې وسپاره.

XS
SM
MD
LG