د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طاهر خان داوړ مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو


د طاهر خان داوړ مړی پاکستاني قبايلو ته وسپارل شو
د طاهر خان داوړ مړی پاکستاني قبايلو ته وسپارل شو

د پېښور کلیوالیو سيمو پولیس افسر طاهر خان داوړ مړی نن د نومبر پر پينځلسمه نېټه د ننګرهار چارواکیو او یوې ولسي ډلې تورخم ته یووړ او هلته یې د هغه و کورنۍ ته وسپارلو. نوموړی د نومبر پر څوارلسمه د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ کرښې ته څېرمه په غوړکۍ سيمه کې ځايي وګړیو وموند او د سرې مياشتې رضاکارې ټولنې د ننګرهار یوه روغتون ته وړی وو. دی د اکتوبر پر ۲۷ مه له پاکستانۍ پلازمينې اسلام اباد ناڅرګندو کسانو تښتولی وو.

د ننګرهار ولایت د مومند ولس د بېلابېلو ولسواليو قومي مشران، دیني عالمان او ټولنیز فعالان د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د سرحدونو او قبايلو ریاست ودانۍ ته ورټول شوي ول او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د پېښور پولیس مشر طاهر خان داوړ مړینه وغندله.

د مومندو يوه مشر او د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند د طاهر خان داوړ مړینه د لر او بر پښتون ولس ترمنځ د بې اعتمادۍ رامنځته کولو سازش وباله.

(د دښمن دا دسیسه چې د طاهر خان داوړ په شهادت سره د پښتنو تر منځ بې اعتمادي او واټن وزېږوي، دا ارمان به يې هيڅکله پوره نه شي. پښتانه په دې پوهېږي چې زموږ دښمنان او هغه سازشیان چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې هڅه کوي، پښتانه سره بېل کړي، هيڅکله په داسې مسایلو سره جدا نه کړي شي. پښتانه سره وروڼه دي او وي به.)

د وزیرستان امتياز وزیر هم یو له هغوی کسانو دی چې د طاهر خان داوړ مړی تر تورخمه رسوي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د داوړ مړی نه پوليسو ته ورکوي، نه يې پوځ ته او نه به يې هم د پاکستان استخباراتو ته ورکوي، یوازې به یې د هغه کورنۍ ته سپاري.
ټولنیز فعال قرار عزیزي طاهر خان داوړ د لرو برو پښتنو ګډ شهيد وباله.

XS
SM
MD
LG