د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ګوند د بهرني فشار له کبله یې زموږ غړیتوب ځنډولی: بشرا ګوهر


خټک او ګوهر وايي داسې هېڅ یې نه دي کړي چې د ګوند له دستور سره په ټکر کې وي

پراګ - عوامي نېشنل ګوند د خپل مرکزي مرستيالې مشرې بشرا ګوهر او یو بل مشر سياستوال افراسياب خټک غړیتوب ځنډولی دی.

دې ګوند د نومبر پر ۱۲مه په یوه بیان کې ويلي چې بشرا ګوهر او پخواني سېنېټر افراسياب خټک پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل مېډيا د ګوند پاليسیو خلاف خبرې کولې او په غړو کې يې د انتشار پېدا کولو کوښښ کاوه.

په بیان کې راغلي، د ګوند مشرانو څو ځل ګوهر او خټک ته په تقریري توګه خبرداری ورکړی وو خو دوی ورته غوږ کښېنښود.

پر فېسبوک د عوامي نیشنل ګوند بیان

خو افراسیاب خټک او بشرا ګوهر د ګوند تورونه ردوي او وايي، داسې هېڅ یې نه دي کړي چې د ګوند له ایین یا دستور سره په ټکر کې وي.

ګوهر مشال راډيو ته وويل چې داسې څه یې نه دې کړې چې ګوند ته يې تاوان ورسي.

هلته د ګوند یوې بلې مشرې جمیلې ګېلاني هم د ګوهر او خټک د غړیتوب ځنډولو پر ضد احتجاجاً له خپلې ګوندي عهدې استعفا کړې ده. ګېلاني په ګوند کې جواینټ یا مرستیاله سېکرټره ده.

له ۱۹۸۰ مو کلونو راهیسې په پاکستان کې د پښتنو قام پالنې سياست کوونکی ګوند، عوامې نېشنل پارټۍ اوسنی مشر اسفندیار ولي خان دی.

د هغه ځوان زوی، اېمل ولي خان هم د ګوند له مهمو پرېکړو کوونکو بلل کېږي.

ما، افراسياب خټک، مرحوم بشير بلور، بشرا ګوهر او لطيف اپريدي په دې اړه خبرې کړې وي چې دا ګوند په کومه خوا روان دی؟ موږ ويلي ول چې موږ د پښتنو قام پالنې له سياسته خو نه اوړو؟
جمیله ګېلاني

افراسياب خټک له لومړي سره د دې ګوند غړی وو او بشرا ګوهر نېږدې ۱۵ کاله مخکې د دې ګوند غړې شوه.

خټک د دې ګوند په ټېکېټ سېنېټر او ګوهر يې د قامي اسمبلۍ غړې پاتې شوې ده.

دوی دواړه په دې وروستيو کې د پښتنو ژغورنې غورځنګ ملاتړ او د ترهګر پر ضد د پاکستاني پوځ پر پالیسيو نيوکې کولې.

عوامي نیشنل ګوند د نومبر پر پېنځمه ګوهر او خټک ته یو لیک استولی وو چې پکې یې ادعا کړې چې دواړو د خپلو ځېنو فعالیتونو له کبله د ګوند د تګلارو سرغړونه کړې نو ځکه دې ورته سپیناوی وکړي.

دواړو مشرانو ویلي چې د هغه لیک ځواب یې ورکړی وو او د ګوند له مشرتابه یې د سپیناوي غوښتنه کړې وه ځکه چې د ګوند خط مبهم وو.

جمیلې ګېلاني د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې له ګونده روڼ اندي خلک ايستل د ګوند تباهي ده:

"ما، افراسياب خټک، مرحوم بشير بلور، بشرا ګوهر او لطيف اپريدي په دې اړه خبرې کړې وي چې دا ګوند په کومه خوا روان دی؟ موږ ويلي ول چې موږ د پښتنو قام پالنې له سياسته خو نه اوړو؟ زموږ پر دې خبرو د ګوند مشر اسفنديار ولي خان خوشاله نه وو. ما ځکه استعفا ورکړې چې د داسې کسانو ويستل ګوند ته ډېر زيات نقصان رسوي."

پر ټوېټر د جمیلې ګېلاني بیان

بشرا ګوهر مشال راډیو ته وویل، پر ګوند له "بهره فشار" وو نو ځکه یې د دوی غړیتوب ځنډولی دی.

نوموړې دا روښانه نه کړه چې دا فشار د چا له لوري وو.

په عین وخت کې ګوهر په خپل ليکلي ځواب کې ويلي، داسې کار یې نه دی کړی چې د ګوند د ګټو خلاف وي.

د پښتنو د حقونو یوې فعالې ثنا اعجاز د ګوهر لیک پر ټوېټر خپور کړی.

د بشرا ګوهر د ځوابي لیک بیان

بشرا ګوهر په لیک کې د ګوند د سپیناوي غوښتو ځواب ورکړی وو او هغه لیک یې د نومبر پر ۱۲مه پر ټوېټر خپور کړ چې پکې راغلي: "ما ته [ګوند] واضحه دليل نه دی ویلی چې ولې یې زموږ غړیتوب وځنډاوه. ما تل د جمهوريت د ودې، د خلکو د بشري حقونو ملاتړ او سختدريځۍ خلاف خبرې کړې دي."

په همدې حال کې افراسياب خټک د ګوند تر بیان خپرېدو څو ساعته وروسته پر ټوېټر ولیکل چې ګوندونه کولای شي چې سیاستوالان په بې انصافۍ وباسي، خو له سیاسته یې څوک نشي ایستلای.

پر ټوېټر د افراسیاب خټک بیان

خټک لیکلي: "موږ به په کلکه د هر ډول ظلم، ځپنې او استحصال پر وړاندې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو."

ګوند ته د خټک ځوابي لیک

عوامي نېشنل ګوند په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د بشرا ګوهر او افراسياب خټک ليکلی ليږلی وضاحت او ځواب مطمينوونکی نه وو. د دې ګوند د خېبر پښتونخوا صوبايي سيکريټري سردار حسېن بابک د نومبر په دولسمه مشال راډيو سره خبرو کې د خپل ګوند له پرېکړې دفاع وکړه او وې ويل: ((هر څوک چې د ګوند له پاليسيوو سرغړونه وکړي، داسې به کېږي. پر سوشل ميډيا د بشرا ګوهر او افراسياب خټک خبرې د ګوند د پاليسيوو سره په ټکر کې دي. د دوی د غړيتوب د ځنډولو پرېکړه حتمي ده. د بيا راتګ لپاره ورسره مذاکرات نه کوو. زموږ ګوند له سلو کالونو راروان تحريک دی او د چا په تګ نه خرابېږي.))

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG