کابل - د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، د کابل اسقلال لېسې ته څېرمه د نومبر ۱۲مې په پېښه کې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
برید پر هغه سړک شوې چې پولیسو د یوې مظاهرې د امنیت لپاره تړلی وو.
دانش وايي، په دغه پېښه کې د درو مېرمنو او یوه امنیتي کس په ګډون شپږ تنه وژل شوي او د درو مېرمنو او درو نظامي کسانو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان دي.
د دغې پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.
افغان چارواکي وايي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښت چې په کابل ښار کې د نومبر پر ۱۲مه د مظاهره چیانو په منځ کې حمله وکړي، خو امنیتي سرتېرو وپېژاند او بریدګر هم هلته چاودنه وکړه.
سلګونه کسان د ولسمشر ماڼۍ مخې ته ورغلي ول او په خپلو سیمو کې یې د امنیت لپاره لاریون کاوه.