د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم بې کوره خلکو ته د سر پنا مرکزونه ورکوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

پراګ ـ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر۱۰مه په لاهور کې د بې کوره او بې وسو خلکو لپاره د سرپنا د مرکزونو جوړولو منصوبې پرانېسته وکړه چې پکې به په اوله مرحله کې په لاهور کې پنځه مرکزونه جوړول کېږي.

نوموړي په دغه موقع خپله وینا کې وویل، په هغو خلکو ډېر خپه کیږي چې د سر سوری او خواړه نه لري:

((تاسو په خپله سوچ وکړئ چې دا خلک به له سر پنا او ډوډۍ پرته څنګه خوب کوي؟ اوس یخني را روانه ده چې پکې به د دوی مشکلات لا نور سېوا شي نو ځکه مونږ غواړو چې د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې د سرپنا مرکزونه جوړ کړو. مونږ کوشش کوو چې د هېواد ټولو بې وزلو خلکو ته د سرپنا تر څنګ خواړه او تعلیم هم ورکړو. په دې لړ کې به حکومت ډېر زر یوه څارونکې ډله یا بورډ هم جوړ کړي.))

بلخوا له کورمې قبایلي ضلعې د پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین طوري وايي، په دې لړ کې قبایلي ولس تر ټولو ډیر مستحق دی چې کورونه یې په پوځي عملیاتو کې تباه شوي او تر اوسه جوړ نه کړل شو. نوموړي وویل:

((نه یواځې دا بلکې مونږ له ډیر وخت راهیسې وینو چې د قبایلي ضلعو خلک په ډیرو مسئلو کې له پامه غورځول شوي. په لسګونو زره قبایلي خلک اوس هم سر پنا نه لري خو د ډېرو ژمنو باجود دوی ته توجو نه ورکول کېږي. د جمعې په ورځ هم عمران خان له مونږ سره په ملاقات کې ژمنه وکړه چې د قبایلو مشکلات به ډېر زر حل کړي خو ګورو چې دا به کله عملي کیږي؟))

ساجد حسین طوری زیاتوي، په لاهور کې د سرپنا مرکزونو د جوړولو مخالف نه دی خو پکار ده چې اول د بې کوره قبایلي لپاره انتظام وشي.

بلخوا له خېبر قبایلي ضلعې د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی محمد اقبال خان وايي دوی به د عمران خان توجو دې مسئلو ته راګرځوي.

((عمران خان قبایلو ته ډېر اهمیت ورکوي. د جمعې په ورځ یې هم د قبایلو له ټولو پارلیماني نماینده ګانو سره ملاقات کې د دې سېمو د بحالۍ او پرمختګ وعده وکړه. اوس له قبایلي سېمو د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي یو وار بیا له عمران خان سره د ملاقات اراده لري او په هغې کې به ترې موږ د بې کوره قبایلو لپاره هم د سرپنا مرکزونو جوړولو غوښتنه کوو.))

محمد اقبال خان زیاتوي چې که وفاقي حکومت یواځې د تورخم دروازې امدن هم په قبایلي سېمو ولګوي نو په ټولو ضلعو کې دغه شان په لسګونو سرپناه مرکزونه جوړېدی شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG