د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستانی حکومت باید د کم عمري ودونو مخه ونیسي"


د بشري حقونو نړیوال سازمان لوګو
د بشري حقونو نړیوال سازمان لوګو

د بشري حقونو نړیوال سازمان - هیومن رایټس واچ - وايي په ماشوموالي کې د ودونو د مخنیوي بل چې د پاکستان سنیټ ته وړاندې شو، د هیواد د حکومت لپاره یوه ښه موقع ده چې ټول ولس ته د یو شان حق ورکولو ژمنې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونیسیف له شمېرو سره سم په پاکستان کې ۲۱ فیصده جینکۍ تر ۱۸ کلنۍ او درې فیصده تر ۱۵ کلنۍ وړاندې ودېږي.

هیومن رایټس واچ وايي هغه ماشومانې چې په کم عمر کې واده کړل شي، زیاتره امکان لري چې سکولونه پریږدي او د ښځو پرتله په حمل کې د زیاتو صحي مسلو سره مخامخ وي او هم داسې یې بچي هم د صحت مسلې لري.

په پېښور کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکی ارشد محمود هم په دې بنیاد د دغه بل منظورېدل ضروري ګڼي او وايي چې پکار ده د جینکو د واده عمر دې لږ تر لږه ۱۸ کاله وټاکل شي.

ده وویل ، “چې کومې جینکې په ماشوموالي کې میندی جوړیږي د هغوی د مړینې چانس هم زیات وي. هم په دغه وجه په پاکستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره لوړه ده.”

ارشد محمود وویل ، “ زما په فکر دا ډېره ضروري ده چې دا بل پاس شي او په دې هکله په عوامو کې پوهاوې هم پیدا کړل شي”.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي دا هر څه بدلېدای شي که چیری پاکستان د سینیټرې شیري رحمان لخوا په وړاندې شوي بل عمل وکړي او په ماشوموالي کې د ودونو مخنیوي قانون ۱۹۲۹ کې بدلون راولي.

د سینیټرې شیري رحمان لخوا په وړاندې شوي بل کې سپارښتنه شوې چې د اتلسو کالو نه کم عمر کې دې د ماشومانو په ودولو مکمل بندیز ولګول شي.

د پاکستان په اوسني قانون کې د جینکو لپاره د واده عمر ۱۶ او د هلکانو لپاره ۱۸ ټاکل شوی دی خو هیومن رایټس واچ لیکي پر دغه قانون هم ډېر کم عمل کیږي.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي پکار ده چې د پاکستان حکومت د جینکو او ښځو حقونو ته سمه پاملرنه وکړي.

جینکۍ اکثره په واده کې د څه د ویلو حق نه لري او نه هم د خپل ژوند د ملګري په خوښولو کې. پاکستان هم د نورو هیوادونو په شان ژمنه کړې ده چېد ملګرو ملتونو د دوامدارو ترقیاتي اهدافو له مخه به تر ۲۰۳۰م کال پورې د اتلسو کالو نه په کم عمر کې د ودونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG