د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف په بله مقدمه کې هم ونیول شو


شهباز شریف
شهباز شریف

د پاکستان قومي احتساب بیورو د رمضان شوګر ملز په مقدمه کې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د مسلم لیګ ن صدر شهباز شریف نیولی دی.

د پاکستان احتساب عدالت د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف ته د نورو څوارلسو ورځو ریمانډ ورکړی چې پکې به احتساب اداره یا نېب له نوموړي د هغه خلاف د درغلیو د تورونو تحقیقات کوي.

د احتساب ادارې د نومبر پر ۱۰مه په لاهور کې شهباز شریف احتساب عدالت ته وړاندې کړ او له عدالته یې غوښتنه وکړه چې له نوموړي کیدونکي تحقیقات مکمل شوي نه دي نو د دې لپاره دې دوی ته نور وخت ورکړل شي.

په دې اړه په خېبر پښتونخوا کې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر امیر مقام وویل د ګوند له مشرانو سره یې بې انصافي روانه ده:

ده وویل، “ اوس ټول خلک په دې پوه شوي، چې دا کومه مقدمه ده، کوم ریمانډ دی او څه کیسه ده. او عام خلک هم دا ویني چې د شهباز شریف او له مسلم لیګ نواز ګوند سره نا انصافي روانه ده. خو بیا هم مونږ مایوسه نه یو او تمه ده چې یوه ورځ به انصاف کیږي او د دې لپاره به مونږ ټولې قانوني لارې چارې استعمالوو.”

امیرمقام زیاته کړه چې د تحریک انصاف په واکمنۍ وفاقي حکومت احتساب اداره د دوی خلاف کاروي.

بلخوا د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی سلیم رحمان وايي پر شهباز شریف د درغلۍ مقدمې د دوی حکومت نه دي جوړې کړې او نه هم د احتساب اداره د دوی په واک کې ده چې ګني دوی یې د مسلم لیګ نواز ګوند خلاف استعمالوي.

سلیم رحمان وویل ، “ مسلم لیګ نواز ګوند او پیپلز پارټي اوس له احتساب ادارې شکایت کوي او په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي خو د دې دواړو ادارو مشران خو دغو ګوندونو په شریکه په تیر حکومت کې ټاکلي وو.”

د سلیم رحمان په وینا ،په هغه وخت کې دوي په پارلیمان کې دا اندیښنې هم څرګندې کړې وې چې دا ادارې د دوي خلاف استعمال نه کړي.

سلیم رحمان وویل ، “ اوس چې نېب د دوی خلاف قانوني او خپلواکه اقدام کوي نو دوی پکې تحریک انصاف ولې تورنوي.”

د قانوني چارو پوه اېډوکېټ قاضي انور پوښتنه راپورته کوي چې د احتساب اداره د ډیرو خلکو خلاف تحقیقات کوي نو آیا په هغو کې یې هم کسان ګرفتار کړي دي؟

نوموړي د نېب مبینه یو اړخیزو ګامونو ته په اشاره وویل ، د نېب دا طریقه کار د هېواد په ګټه نه ده.

ده وویل ، “شهباز شریف له نېب سره له یوې میاشتې زیات وخت په تحویل کې دی نو دا څنګه تحقیقات دي چې مکمل نه شو. دا کاروايي که نېب په خپله کوي او که د چا په وینا خو د ملک او قام لپاره د تاوان خبره ده.”

که څه هم تحریک انصاف په بیا بیا ویلي چې د احتساب په نوم ورته خلکو رایې ورکړي او په دې کې به هیڅ سمجوته نه کوي. خو مسلم لیګ نواز ګوند وايي د احتساب نه بلکې له طریقه کار سره یې اختلاف لري.
بلخوا د احتساب ادارې چارواکو هم وخت په وخت دا تاثر رد کړی چې ګني د شهباز شریف خلاف د بل چا په وینا کاروايي کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG