د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خادم رضوي او مولانا فضل الرحمان پرضد د غدارۍ مقدمې غوښتنه شوې


خادم رضوي او مولانا فضل الرحمان.
خادم رضوي او مولانا فضل الرحمان.

د لاهور هایي کورټ د نومبر پر نهمه هغه درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړ په کوم کې چې د تحریک لبېک پاکستان پر مشر خادم حسېن رضوي او د جمعیت علما اسلام ف ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمان د غدارۍ مقدمې درجولو غوښتنه شوې ده.

د لاهور هایي کورټ جج جسټس باقر نجفي ویلي دي چې د ولسي وګړي شبیرالله د دې درخواست اوریدنه به د نومبر پر ۱۲مه کېږي.

په درخواست کې ویل شوي چې خادم حسېن رضوي او مولانا فضل الرحمان د سپریم کورټ د اسیه بی بی کېس په فېصلې تنقید کړی دی ، د ریاست او پوځ پرضد یې خبرې کړې دي ، خلک یې راپارولي او د ولس جایدادونو ته یې زیان رسولی دی.

په درخاست کې غوښتنه شوې ده چې عدالت دې د خادم حسېن رضوي او مولانا فضل الرحمان پرضد د غدارۍ مقدمې درجولو په اړه حکومت ته د پالیسي جوړولو امر وکړي.

د پاکستان سپریم کورټ د اکتبر پ ۳۱مه د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه شوې عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي بې ګناه وګرځوله او د هغې د خوشي کولو امر یې وکړ.

نوموړې بیا د عدالتي پرېکړې په رڼا کې په ملتان کې له زندانه خوشې شوه خو کره ځای یې نه دی مالوم چې هغه اوس چېرې ده.

تر هغه وروسته د تحریک لبیک پاکستان او جمعیت علما اسلام په ګډون د نورو مذهي ډلو له خوا احتجاجي مظاهرې پیل شوې.

په دې احتجاجونو کې پر حکومت ، عدالت او پوځ یو شمېر نیوکې وشوې.

د جمعیت علما اسلام ف ډلې غړې او پخوانۍ د قامي اسمبلۍ غړې نعیمه کشور خان مشال راډیو ته وویل چې عدالت ته تګ د هر چا حق دی خو د دوې په وینا ، د دوي د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د این او قانون پرضد څه خبره نه ده کړې.

د تحریک لبیک پاکستان له خوا تر اوسه د لاهور په های کورټ کې د ورکړل شوي درخواست په اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG