د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: اسیه بي بي د نړیوال فشار له کبله خوشې شوه


مولانا فضل الرحمان د متحده مجلس عمل مشر دی

پراګ - د مذهبي ګوندونو اتحاد - متحده مجلس عمل - ویلي د اسیه بي بي خوشي کول نه مني.

دې اتحاد د اسیه بي بي د خوشي کېدو پرېکړې پر ضد د نومبر اتمې پر مازیګر په کراچۍ کې د میلیون مارچ په نامه غوڼده رابللې وه چې په زرګونه کسانو پکې ګډون کړی وو.

د متحده مجلس عمل سربراه او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دې غونډې ته په وینا کې د اسیه بي بي د خوشي کولو له کبله پر حکومت سختې نیوکې وکړې.

نوموړي وویل، که حکومت د تحفظ ناموس رسالت په قانون کې بدلون وکړ نو د ده په وینا ډېر تاوان به وکړي.

مولانا فضل االرحمان وویل، اسیه بي بي د بهرني فشار له کبله خوشې شوې ده او دا دوی ته د منلو وړ نه ده.

ده وویل ، "موږ ته داسې هیڅ پرېکړه ده منلو وړ نه ده چې د نړیوال فشار له کبله به کېږي. دا څنګه د یو اسلامي جمهوریت د سپریم کورټ پرېکړه ده چې اسلامي نړۍ پرې بې قراره ده او غیر مسلم هیوادونه یې ستاینې کوي."

د غونډې یو عکس
د غونډې یو عکس

مولانا فضل الرحمان د حکومت او تحریک لبیک ترمنځ شوې لوظنامې ته په اشاره وویل، متحده مجلس عمل له هېچا سره تړون نه دی کړی او خپل احتجاج ته به دوام ورکوي.

نوموړي د متحده مجلس عمل پر غړو غږ وکړ چې د جمعې تر لمانځه وروسته په ټول ملک کې د هرې ضلعي په مرکز کې د داسې پرېکړو پرضد پراخ احتجاجونه وکړي.

هغه د دې تر څنګ د نومبر پر ۱۵مه، په لاهور او پر ۲۵مه د سیند صوبې په سکر کې د پراخو ولسي غونډو اعلان هم وکړ.

غونډې ته په متحده مجلس عمل کې د شریکو نورو مذهبونو ګوندونو مشرانو او استازدو هم ویناوې وکړې او پر حکومت یې نیوکې وکړې.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزیر مملکت شهریار اپرېدي د نومبر پر اتمه د سېنېټ غونډې ته د اسیه بي بي له بري کېدو راهسې پیدا شوي صورتحال په اړه حکومتي دریځ وړاندې کړ.

نوموړي وویل، د اپوزېشن ګوندونو او پوځ په مشوره یې د تحریک لبیک پر مظاهرو د طاقت له استعماله ډډه کړې وه.

خو د ده په وینا، هر چا چې د ولس جایداد ته زیان رسولی دی هغوي به یو په یوه نسي او له قانون سره سم چلند به ورسره کوي.

اسیه بي بي
اسیه بي بي

شهریار اپرېدي وویل: "چې سپریم کورټ هر ډول پرېکړې کوي، دا د ریاست ذمه واري ده چې هغه ټولې پرېکړې هم هغسې عملي کړي. چې هر څوک قانون ماتوي او د ریاست واک چېلنجوي موږ به پر هغوي سترګې پټې نه کړو."

د پاکستان سپریم کورټ د روان کال د اکتوبر پر ۳۱مه، د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه شوې عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي بې ګناه وبلله او د هغې د خوشي کولو امر یې وکړ.

له تېرو اتو کالو د مرګ په سزا محکومه اسیه بي بي اوس له زندانه خوشي شوې ده او کره ځای یې نه دی مالوم.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر فیصل د پنجشنبې پر ورځ هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې اسیه بي بي وار له مخه له پاکستان وتلې ده.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG