د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پور اخیستو لپاره له ای اېم اېف سره خبرې پیل کړې دي


پاکستان وايي سمدستي ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري چې پکې نیمايي چین او نیمايي سعودي عرب ورکوي
پاکستان وايي سمدستي ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري چې پکې نیمايي چین او نیمايي سعودي عرب ورکوي

پراګ - د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي بحران هواري لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له پلاوي سره خبرې پیل کړې دي.

د مالي چارو وزارت ویاند نور احمد د نومبر پر اتمه وویل، پاکستان تر درو کلونو پورې له ای اېم اېفه د پور هیله لري.

د نومبر پر اوومه د ای اېم اېف یو پلاوی د پاکستان له حکومت سره د پور پر شرطونو د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېد.

تر دې څو ساعته وروسته د مالي چارو وزیر اسد عمر ویلي ول چې هېواد یې د سعودي عرب او چین د مرستو له کبله له مالي بحرانه ژغورل شوی دی.

د پاکستان حکومت وايي، د اقتصادي ضرورتونو پوره کولو لپاره شاوخوا ۱۲ اربه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. اسد عمر د نومبر پر شپږمه یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې شپږ اربه یا میلیارده ډالر ورته ریاض او نور شپږ اربه ورته چین ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې چین ته ورغلی وو او هغه مهال یې ویلي ول چې چین ورته د پیسو ورکولو ویلي چې په اړه یې لا نورو خبرو ته اړتیا ده.

البته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډه اعلامیه کې د پور یا مرستو ذکر نه وو شوی.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، چین چې هر وخت له پاکستان سره مرسته کوي، د هغې ذکر نه کوي. د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د نومبر پر څلورمه د ګډې اعلامیې تر خپرېدو څو ساعته وروسته مشال راډیو ته ویلي ول چې لامل یې دا دی چې چین اصلاً د پاکستان په بانکونو کې پیسې ږدي چې اسلام اباد ورڅخه لږې کاروي او بیا یې له سود سره ستنوي.

د هوتي په خبره، دا مرسته یا پور نه دی چې رسمي موافقې ته اړتیا ولري نو ځکه یې بیجنګ په اعلامیه کې ذکر نه دی کړی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ای اېم اېف چې هر هېواد ته پور ورکوي ورسره ځېنې شرطونه ږدي چې پکې حکومتي لګښتونه او درامدات کمول او پر ځېنو شیانو ولس ته د رعایت درولو غوښتنه کوي.

ورسره د پیسو نړیوال صندوق هېوادونو ته دا هم وايي چې اقتصادي نظام د ازاد بازار اړتیاو او شرایطو ته برابر کړي.

XS
SM
MD
LG