د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر ځوانانو د کتابونو د راټولو کمپاین پیل کړی


په لوګر کې د کتابونو د راټولو کمپاین.
په لوګر کې د کتابونو د راټولو کمپاین.

په لوګر کې یو شمېر ځوانانو او محصلانو له څو ورځو راهیسې د یاد ولایت پوهنتون لپاره د کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

یاد ځوانان وايي، د کتابونو د راټولو له کمپاین څخه يې موخه دا ده چېله یوې خوالوګر پوهنتون چې نو تاسیسه دی او د کتابونو د کمښت ستونزه لري، څه نا څه حل شي او بل لوري ته د ځوانانو په منځ کې د کتاب لوستلو فرهنګ دود شي.

ځوانانو د کتابونو د راټولو دغه لړۍ ته (د کتاب ملګري) نوم ورکړی او تر دې مهاله يې د ښار له کتاب پلورنځیو او شخصي خلکو څخه درې نیم زره عنوانه بیلابیل کتابونه راټول کړي دي.

د چارشنبې په ورځ یادو ځوانانو پوهنتون ته د جمع شویو کتابونو د سپارلو پر مهال وویل، چې دوی به د کتابونو د راټولو دا کمپاین نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د یاد پروګرام مشر حسیب مومند مشال راډیو ته وايي، دا چې په لوګر کې پوهنتون نو تاسیسه او ځوان دی، نو دلته مو د کتابونو د کمښت ستونزه ډېره محسوسوله.

ده وویل، همدې ستونزې یو شمېر ځوانان وهڅول چې د کتابونو د راټولولو دا ډول کمپاین پیل کړي.

په لوګر کې د کتابونو د راټولو د کمپاین یو تن غړي هاند احمدزي وویل، چې دوی په پوهنتون کې د کتابونو کمښت فکراً ځورول او محصلانو ضروي کتابونو ته لاسرسۍ نه لاره.

ده زیاته کړه، همدې تشې ته په کتو يې له یو شمېر ملګرو سره تصمیم ونیو، چې په ښار او لوستو کسانو وګرځي او لدوی د کتابونو د مرستې غوښتنه وکړي.

هاند احمدزي وویل، چې د دې کتابونو په سپارلو سره محصلان خوښ دي، چې د کتابونو د کمښت ستونزه يې څه نا څه حل شوه.

د لوګر یو تن رون اندی عبدالرحمن تسل وايي، چې د ځوانانو دې اقدام وښوده، کچیرې هغوی غښتلي اراده ولري، نو د سیمې له امکاناتو هم ډېر څه ترلاسه کولی شي.

دی وايي، دې کمپاین ځوانانو ته دا انګیزه ورکړه، چې د کتابونو ساتلو او لوستلو ته پاملرنه ولري ځکه کتاب لوستل زموږ په ژوند کې مهم بدلونونه راوستلی شي.

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل هم وايي، چې دا ډول مثبتو کارونو ته د ځوانو بسیج کول مثبتې اغېزې لري او ځوانان هڅیږي، چې کتاب او مطالعې ته مخه کړي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس وحیدالله عبدالرحیمزی وايي، چې د یادې موسسې له ایجاد څخه څلور کاله تیر شوی او دا مهال ۵۶۰ تنه محصلان په کې زده کړې کوي، چې ۱۰۴ تنه يې نجونې دي.

دی وايي تېر کال د لوګر د لوړو زده کړو دولتي موسسې ۵۹ تنه فارغان ورکړل چې ۲۲ په کې نجونې وې.

بل لوري ته د لوګر والي انور خان اسحق زی وايي، چې دوی د پوهنتون له مشرتابه سره د هر ډول ممکنو مرستو ژمنه کړې ده.

دی وايي، پوهنتون ته به نور کتابونه تیار کړي او نقدي به هم ورسره مرسته وکړي.

د لوګر والي زیاتوي، د یاد ولایت د علمي او فرهنګي پرمختګ تر څنګ پدې وروستیو کې د ولسمشر لخوا د لوګر د مرکز د ماسټر پلان په منظورولو سره يې د هر اړخیز پرمختګ لپاره لاره هواره شوې ده.

په لوګر کې د کتابونو د راټولو له کمپاین مخکې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایت په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم د یو شمېر روڼ اندو او فرهنګیانو لخوا کتابونه راټول شوي او په دې توګه له علمي، فرهنګي او ټولنیزو مرکزونو او عامه کتابتونونو سره مرسته شوې ده.

XS
SM
MD
LG