د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د حق غوښتنې خېمه درول شوې


په ننګرهار کې د حق غوښتنې خېمه
په ننګرهار کې د حق غوښتنې خېمه

د تېرې شنبې له ورځې راهيسې د ننګرهار يو شمېر ټولنیزو فعالانو د ولایت مخې ته خېمه لګولې او له حکومت نه د برېښنا د لاینونو د تړلو د غوښتنې تر څنګ په دغه ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو غوښتنه هم کوي.

بلخوا د ولایتي ادارې مسوولین وايي چې د برېښنا د ستونزې د دايمي حل لپاره يې له مرکز سره خبرې کړي دي.

کابو یوه میاشت وړاندې د لغمان په بادپښ کې له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د راغځېدلې برېښنا لاینونه د دولت وسله والو مخالفینو پري کړي چې له امله د صنعتکارو تر څنګ د مهترلام او جلال اباد ښار اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د تېرې شنبې ورځې راهیسې ننګرهار مېشتو ټولنیزو فعالانو د ولایت مخې ته خېمه لګولې، د ښار په واټونو ګرځي او د لوډ سپيکر په ذریعه ولسونه د حق غوښتنې ته خېمې ته رابلي.

په خېمه کې د ستېج له لارې ټولنیز فعالان د خپل د حق غوښتنې په پار ویناوې کوي. محمد نعیم کشاف وايي چې د لغمان او ننګرهار ولایتي ادارو د برېښنا په راوستو کې صادقانه عمل نه دی تر سره کړی:

(( لس تنو لنډغرو هلته ناست دي، ټول ولس یې په عذاب کړی دی. د تیارو او مشکلاتو سره يې ولس مخ کړی دی. خو دا بې کفایته اداره يې مخه نه شي نيولی. دوی دا ستونزه ځکه نه حل کوي، چې مخکې يې باجونه ورکړي، دوی له دې لارې لس روپۍ اخلي، دوه هغوی ته ورکوي او نورې په جېب کې اچوي. د برېښنا په راوستو کې چا صادقانه برخورد نه دی کړی.))

ټولنیز فعال عبدالرحمن معاون وايي چې په ملي مسایلو کې تر بل هر چا ننګرهاریان مخته وي، خو حکومت يې د ستونزو حل ته هيڅ پام نه اړوي:

(( ولایتي اداره نه موږ ته امنیت راوستی شي، نه برق راوستی شي. فابریکې بندې پرتې دي. او جنجالونه يې دا دي چې کوم امکانات چې ننګرهار ته ورکړل شوي، هغه هم راڅخه اخلي، نړیوال اسلامي پوهنتون هم رانه بېرته وړي. کله چې د ټاکنو وخت راشي، له ټولو نه مخکې همدا ننګرهاریان د رايو مرکزونه ته ځي. نه وزير لرو، نه والي نه لرو، نه معین لرو او نه مشاور لرو. خو کله چې د ټاکنو وخت راشي، پکول په سر کړي او رایه غواړي، ځکه چې دا د [مجاهدينو ]ټاټوبې دی.))

د دوی د ستونزو په اړه د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼی وايي، ولایتي چارواکو د برېښنا د ستونزې د اساسي حل په موخه له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کړي دي:

(( د برېښنا د اساسي حل په موخه د ننګرهار والي جلالت مات جهور رييس، د ملي امنيت د شورا سلاکار، د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رييس او نورو مسوولینو سره بېلابېلې ناستې کړي، تمه ده چې د دوه نيمو میاشتو په موده کې د بادپښ پر ځای د اوزین له لارې د شاو خوا پينځه نيم مليونو ډالرو په ارزښت د برېښنا ستنې ودرول شي او لاینونه په کې وغځول شي.))
خو د ننګرهار ټولنیز فعالان وايي چې دوی به تر هغې د حق غوښتنې خېمه ولاړه وساتي، څو پورې چې يې ستونزې نه وي هوارې شوي.

XS
SM
MD
LG