د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او پاکستاني چارواکي په اسلام اباد کې د افغان کډوالو پر برخلیک غږیږي


ټاکل شوې سبا چهارشنبه افغانستان او پاکستان د ۱،۲میلیونو هغو افغان کډوالو د برخلیک په اړه خبرې وکړي چې پرته له اسنادو په پاکستان کې مېشت دي.

په پاکستان کې د مېشت میلیونونو افغان کډوالو د برخلیک او وضعیت ارزولو په اړه سبا چهارشنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اسلام‎اباد کې بحث او خبرې کېږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوری به هڅه وکړي چې د دغې ناستې له لارې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته دایمي حل لاره پیدا کړي.

اسلام الدین جرأت
اسلام الدین جرأت

ښاغلي جرأت وویل:

"دغه ناسته موږ سره مرسته کوي، څو د هغو ۱،۲ میلیونو افغان کډوالو چې په پاکستان کې پرته له اسنادو او مدارکو ژوند کوي د هغوی د برخلیک په اړه پاکستان موږ سره په يو قانوني چوکاټ کې هوکړه وکړي، څو دغه افغانان هلته ژوند وکړي."

د ښاغلي جرأت په خبره، په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو ارزولو په اړه مقدماتي خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او پيوستون د عمل ګډ پلان په چوکاټ کې په کابل کې شوې وې چې دوهمه ناسته به‎يې د چهارشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې وشي او د معینانو په کچه چارواکي به په‎کې ګډون ولري.

که څه هم په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو په کراتو له دوی سره د پاکستاني پولیسو او حکومت له‎خوا د ناوړه چلند له امله شکایت کړی، خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو په تړاو د پاکستان په سیاست کې نرمښت راغلی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې اوس‎مهال شاوخوا دوه میليونه او شپږ لکه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې نېږدې يو نیم میلیون یې قانوني اسناد لري او نور‎ يې پرته له اسنادو په پاکستان کې مېشت دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په سلګونه زره هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې په کډوالۍ کې زېږېدلي دي، تابعيت ورکړل شي.

هغه په کراچۍ کې د هغو کسانو له اخراج سره مخالفت وښود چې په پاکستان کې لږ تر لږه ٤٠ کاله اوسېدلي دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې يا «یو.اېن.اېچ.سي.ار» ویاند نادر فرهاد تمه ښيې چې دغه ناسته په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو په هواري کې ګټوره تمام شي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"زه هیله مند یم، دغه بحثونه که په دوه اړخېزه توګه هم ترسره کېږي، د درې واړو کټګوریو افغانانو چې هلته مېشت دي د هغوی د اوسېدو د ښه مدیرت او د ستونزو د هواري لپاره ښې پایلې ولري، هغه که د دوی د بېرته راستنېدو او يا هم هلته د اوسېدو په برخه کې وي."

ښاغلی فرهاد نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډه کېدو عمده علتونه جګړه، بې‌ وزلي، بې‌ کاري او يو لړ ټولنيزې ستونزې یادې کړې.

نوموړی د پاکستان له حکومته غواړي چې د نړیوالو کنوانسیونو پر بنسټ په‎خپل هېواد کې له افغان کډوالو سره چلند وکړي او د زورونې پرځای ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG