د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې د ګوزڼ ناروغۍ دریېمه پېښه موندل شوې


په کونړ کې د ګوزڼ پرضد کمپاین.
په کونړ کې د ګوزڼ پرضد کمپاین.

د افغانستان کونړ ولایت د عامې روغتیا مشر خبرداری ورکوي چې که په دې ولایت کې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ ضد وېکسینو کمپاین په سمه توګه عملي نشي نو د دې ناروغۍ مثبتې پیښې به زیاتې شي.

عزیزالرحمن ساپي بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې له کورنیو وغوښتل چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دې وېکسین لازمي ورکړي.

ده وویل:

"په کونړ کې د ګوزڼ درې پېښې تثبیت شوي، که کور په کور د واکسین کمپاین عملي نشي او میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو په برخه کې مرسته ونه‏ کړي، د دغه ویروس د پراختیا امکان شته چې ښایي نورې پېښې هم پیدا شي."

ساپي زیاته کړه چې د کونړ د مرورې، نورګل، سرکاڼو، دانګام او څوکۍ ولسوالیو په ځینو برخو کې د دولت وسله وال مخالفان نه ‏پرېږدي چې دغه کمپاین عملي شي.

د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین دغه فرعي کمپاین د کونړ په ګډون د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې پرون پیل شو.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به پنځه ميلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان واکسین شي.

XS
SM
MD
LG