د لاسرسي ځای

تازه خبر

آسيه بي بي قضيه: متحده مجلس عمل بیا مظاهرې کوي


د متحده مجلس عمل غړي
د متحده مجلس عمل غړي

د پاکستان حکومت اپوزېشن ګوندونه مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي ستايلي چې د آسيه بي بي په قضيه کې يې د سياست کولو پرځای د حکومت ملاتړ وکړ. خو په همدې حال کې متحده مجلس عمل وايي دوی به دې لړ کې مظاهرې پیلوي. چارواکي دا بيان سياسي او ملک ته زرر رسوونکی بولي.

د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد احمد چوهدري د نومبر په پنځمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې حکومت يې د مذهبي اقيليتونو ژوند خوندي کولو لپاره ټول ګامونه اخلي.​

هغه زياته کړه: ((دلته چې څوک اوسېږي، هغوی ټولو ته به خپل آييني حقونه رسېږي. وفاقي حکومت صوبايي حکومتونو ته حکم کړی چې د شوي نقصان په اړه دې معلومات وکړي او هغوی چې په دې کار کې لاس لري، هغوی په ګوته کړي. دا مو هم ورته ويلي چې د چا مال او ځان ته زيان رسولی، د هغوی سره د مرسته وکړي. دا معلومات چې راشي نو بيا به زه تاسي په يو ورځ دوه کې خبر کړم چې موږ مخکې څه کوو.))

هغه خلک چې د مذهب په نامه سياست کوي، ټول یې پېژني.
فواد احمد چوهدري

آسيه نورين چې په آسيه بي بي شهرت لري، په ۲۰۰۹ کال کې د خپل ګاونډي له خوا د مذهب په سپکاوي تورنه شوه. په ۲۰۱۴ کال کې ورته عدالت د مرګ سزا واوروله خو سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱مه وويل چې په دې اړه کافي ثبوتونه نشته نو ځکه بايد له جېله خوشې شي.

تر دې وروسته تحريک لبېک پاکستان او ځينو نورو ډولو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې پېل کړي او له حکومته يې وغوښتل چې اسيه بي بي پرېنږدي. حکومت د مظاهرو ختمولو لپاره يوه معاهده وکړه چې پکې د دغو مذهبي ډولو سره وعده شوې چې د اسيه بي بي نوم به د هغو کسانو په ليست کې د اچولو لپاره قانوني کاروايي کوي چې له ملک څخه بهر پرې د تګ بندېز وي.

په همدې حال کې د مذهبي ګوندونو اتحاد، متحده مجلس عمل وايي د آسيه بي بي نه پرېښودلو لپاره پر حکومت فشار اچولو په خاطر به د نومبر په اتمه په کراچۍ کې لویه مظاهره کوي. په دې اتحاد کې شامل د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر او قامي اسمبلۍ غړي، مولانا جمال الدين نن مشال راډيو ته وويل چې د سپريم کورټ پرېکړه نه مني. ((دا پر موږ لاره جوړېږي نو ځکه به تر هغې پورې احتجاج کوو چې دا پرېکړه واپس نه وې اخيستل شوې. موږ نه غواړو چې په دې طريقه حکومت ته مشکلات جوړ او هغه ختم کړو. البته د خپلو تحفظاتو د اورېدو يقيني کولو به جاري ساتو.))

خو د تحريک انصاف حکومت وياند او اطلاعاتو وفاقي وزير فواد احمد چوهدري د نومبر په پنځمه خبريالانو ته وويل چې ځيني ګوندونه بايد پر دې مسله ځکه سياست ونه کړي چې هېواد ته يې زيان رسېږي.

XS
SM
MD
LG