د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا سميع الحق مړی خاورو ته وسپارل شو


مولانا سميع الحق
مولانا سميع الحق

پراګ - د پاکستان د جمعيت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سیمع الحق جنازه نن (نومبر دريمه) د خېبر پښتونخوا د نوښار په اکوړه کې ادا شوه. د نوموړي په جنازه کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی محمود خان، د دې صوبې ګورنر شاه فرمان، د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غلام احمد بلور، د جماعت اسلامي امیر سېنېټر سراج الحق او د نورو حکومتي او سیاسي مشرانو ترڅنګ د هغه په زرګونو پلويانو او شاګردانو برخه اخيستې وه.

پر دې مهال د اکوړې په خوشحال ډګري کالج کې د نوموړي د جنازې پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي ول.

د مولانا سميع الحق جنازه ادا کړل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

مولانا سميع الحق د نومبر پر دريمه په راولپنډۍ کې په خپل کور کې دننه د نامعلومه کسانو لخوا د چړو په بريد کې ووژل شو. پوليسو د هغه د وژلو پلټنې پېل کړي او‌ په راولپنډۍ کې یې د هغه له ساتونکو او نرو اړونده کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې پېل کړي دي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي، وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د مولانا سميع الحق وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده. بلخوا د پاکستان د سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو هم د نوموړي وژنه غندلې او د پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو ډېر سخت ملاتړی وو او په افغانستان کې په جګړه کې بوخت د طالبانو ډېری مشران په اکوړه کې د هغه له حقانیه مدرسې فارغه شوي دي چې يو يې هم د حقاني شبکې بنسټګر جلال الدين حقاني دی. نوموړی څه باندې ۸۰ کلن وو او په دا وروستیو کې په روغتون کې د درملنې لپاره هم بستر شوی وو.

مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ملاتړ او په پاکستان کې مذهبي ګوندونو پر یوه فلېټ فارم راټولولو کې یو ډېر فعال رول لرلی دی. نوموړي طالبان خپل بچيان بلل او په همدې خاطر ده ته "د طالبانو پلار" ويل کېده.

XS
SM
MD
LG