د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف ولې په ټول ګوندیزه غونډه کې ګډون نه کوي؟


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ نون د سه شنبې په ورځ په ډاګه کړه چې قاید نواز شریف به یې د اپوزېشن په ټول ګوندیزه غونډه کې ګډون نه کوي.

مسلم لیګ نون دا اعلان په اسلام اباد کې د پارلماني غړو تر هغه غونډه وروسته وکړ په کومه کې چې د ګوند مشر شهباز شریف هم ګډون وکړ.

د احتساب ادارې له بنده د پارلمان اجلاس ته ور وړل شوي شهباز شریف خبریالانو ته د دې پخلی وکړ چې نواز شریف به په دې ټول ګوندیزه غونډه کې نه وي خو د ده په وینا د ګوند پلاوی به یې پکې ګډون وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې د اپوزېشن بااثره سیاسي مشر ګڼل کېدونکي نواز شریف ولې په دې ټول ګوندیزه غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې ده؟

د مسلم لیګ نون مخکښ سنېټر سردار یعقوب ناصر په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، “ یو خو د مېرمنې تر مرګ وروسته پرېشانه دی او بل ورباندې له نااهلۍ سره تړلې مقدمې هم روانې دي نو له دې کبله غواړي چې یو څه ډډې ته و اوسي.”

سردار یعقوب ناصر زیاته کړه چې که د اپوزېشن ګوندونو دا هلې ځلې جاري پاتې شوې نو ښايي په نورو غونډو کې نواز شریف هم شریک شي.

د پپلز ګوند مخکښ اخوندزاده چټان وايي ، دا ټول ګوندیزه غونډه پر یو شمېر مهمو ملکي مسلو بحث کوي نو د ده په وینا ، په کار وه چې نواز شریف پکې له ګډونه انکار مه وای کړی.

ده وویل ، نوموړی د مسلم لیګ نون تاحیات مشر دی نو ډېره به ښه وای چې په دې غونډه کې یې شرکت کړی وای.

د جمعیت علما اسلام مشر مولانا د دوي شنبې په ورځ په لاهور کې له نواز شریف سره لیده کاته وکړل او هغه ته یې په یاده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

خو نواز شریف ورته ویل چې لومړی به له شهباز شریف سره سلا مشوره کوي او بیا به د ګډون یا نه ګډون پرېکړه کوي.

د جمعیت علما اسلام مخکښ سنېټر حافط حمدالله مشال راډیو ته وویل ، د نواز شریف ګډون او یا نه ګډون ځانګړی اثر لري.

نوموړي وویل ، “ د پاکستان په سیاست کې د نواز شریف خپل مقام دی او په ملکي او نړیواله توګه د هغه موقف او بیانیې ته د قدر په سترګه کتل کېږي.”

د اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې د تحریک انصاف حکومت وار له مخه د ملکي چارو پرمخ وړلو کې ناکامه شوی دی نو ځکه دوي د حالاتو د جاج اخیستنې لپاره ټول ګوندیزه غونډه کوي د کوم لپاره چې لا نېټه نده اعلان شوې.

خو د اطلاعاتو او خپرونې وزیر فواد چوهدري د سه شنبې په ورځ د یاد غونډې په اړه رسنیو ته وویل ، د اپوزېشن مشران د دې لپاره غونډه کوي چې پر هغوي په درج شوو مقدمو کې ورسره جوړ جاړی وشي کوم چې د ده په وینا ممکن نه دی.

XS
SM
MD
LG