د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ځينو ځايونو کې موبايل سروس بند کړل شوی


په کوټه کې شيعه ګان د عاشورا په مراسمو کې (پخوانی تصوير)
په کوټه کې شيعه ګان د عاشورا په مراسمو کې (پخوانی تصوير)

د حضرت امام حسېن د چهلم يا څلويښتۍ پر مهال نن د نهې په ورځ د ملک په يو شمير ښارونو کې موبايل ټېليفونه او انټرنېټ سروس بند کړل شول دل. د دې ترڅنګه د سند صوبې په ځينو ښارونو کې د موټر سايکل په غبرګې سورلۍ هم بنديز لګيدلی دی.

د کورنيوو چارو وزارت لخوا جاري شوي يو بېان کې ويل شوي د څه قسمه بدې پېښې مخنيوي په خاطر صوبايي حکومتونو لخوا ورته د نن ورځې په مناسبت سره د موبايل ټېليفون او انټرنيټ سروس د بندولو خواست شوی وو چې عملي شو.

په بيان کې ويل شوي موبايل فون سروس به په هر ښار کې د تعزيتي جلوسونو راوتلو په وخت بند وي.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د کورنيوو چارو وزارت تر حکم وروسته د خېبرپښتونخوا په نوښار، کوهاټ، بنو، ډيره اسماعيل خان، ټانک او اېبټ اباد کې موبايل سروس بند دي.

د بلوچستان صوبې پر کوټې ښار سربېره د سند په کراچۍ، حېدر اباد، سکر، جېکب اباد، شکارپور او د پنجاب صوبې په لاهور، ملتان، ګوجرانواله، سيالکوټ، سرګوده، جهلم، پينډۍ او اټک تر څنګ په ځينو نورو ښارونو کې هم موبايل سروس بند دی. همداراز د ګلګت بلتستان او پاکستان د واک لاندې کشمير په ځنې ښارونو کې هم موبايل سروس بند کړل شوی دی.

بلخوا په ټول ملک کې د تعزيتي جلوسونو لپاره د امنيت هم سخت ګامونه پورته کړې شوي دي او د تلاشۍ ورستو په مخصوصو لارو خلکو ته په جلوسونو کې د ګډون اجازه ورکړې کېږي. د چارواکي په وينا په هغو سیمو کې اضافي پولیس او امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي دي چې د امنیت له پلوه حساسې بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG