د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس اوس انلاین له حکومته حساب غوښتلی شي: عمران خان


عمران خان وايي، دی به هره اوونۍ د دې نظام له لارې د وزارتونو له کاري پرمختګه خبرېږي
عمران خان وايي، دی به هره اوونۍ د دې نظام له لارې د وزارتونو له کاري پرمختګه خبرېږي

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم ویلي، داسې یو نظام یې جوړ کړی دی چې ورسره به ولس اوس مستقیماً د حکومت محاسبه وکړای شي.

عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د ولسي وګړو د شکایتونو نوي نظام چې ورته یې د پاکستان سيټيزن پورټل نوم ورکړی، پرانیستغونډې ته په وینا کې وویل، خلک کولای شي چې د موبایل ټېلېفون له لارې د هرې سرکاري ادارې د افسرانو او وزیرانو کار وڅاري.

نوموړي وویل، دا انلاین نظام خلکو ته واک ورکړي چې سرکاري افسران تر فشار لاندې راولي او ورڅخه د هغوی د کار په اړه حساب وغواړي.

خان وویل، د دې نظام له لارې به ده ته هره اوونۍ د مختلفو کارونو د پرمختګ په اړه رپورټ رسي.

عمران خان دا هم وویل چې اوس به ټول حکومتي افسران ولس ته ځواب ورکوي او مسلې به یې هواروي.

ده ټینګار وکړ چې د پاکستان سیټیزن پورټل به د حکومت چارې په ډاګه او شفافیت باوري کړي.

خو د بشري حقونو چارو پوه شاهد الله جان وايي، په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف پخواني حکومت هم د ولسي شکایتونو همدا ډول انلاین نظام جوړ کړی وو خو دا یې و نه ویل چې هغه نظام څومره اغېزناکه وو او څومره خلکو شکایتونه کړي ول.

د ده په خبره، اصلاً د پاکستان ولس باید اګاه شي او پوه شي چې دا ډول نظام څنګه کار کوي.

شاهد الله جان زیاتوي، د خلکو اګهۍ لپاره د راډیو، ټېلېوېژن او نورو رسنیو له لارې اشتهارونه اړین دي چې خلک پوه شي چې د واکدارانو پر چارو د څار او له هغوی څخه د حساب غوښتو دا طریقه ولې اغېزناکه زباتېدای شي.

XS
SM
MD
LG