د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوماندان: د لوګر په ټاکنو کې دې سرغړونې او درغلۍ وڅېړل شي


لوګر کې غونډه
لوګر کې غونډه

لوګر ـ د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په لوګر کې هم د ولسي جرګې نوماندان او مدني فعالان د ووټونو په پروسه کې د سرغړونو او درغلیو یادونه کوي.

دوی زیاتوي، په ټاکنو کې د نورو تخنیکي ستونزو تر څنګ یو شمېر نوماندانو د ټاکنو په ولایتي کمیسیون او د رای اچونې په مرکزونو کې د مامورینو په توګه خپل کسان ګمارلي ول، چې خلکو ته به يې ستونزې جوړولې.

نوماندانو او مدني فعالانو د ټاکنو او شکایاتو له خپلواکو کمیسیونونو وغوښتل، چې په یاد ولایت کې ثبت شوې ټاکنیزې درغلۍ په کلکه وڅیړي او سرغړونکي عدلي او قضايي ادارو ته وروپيژني.

دوی دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو په اړه جوړه شوې یوه غونډه کې وکړې.

د ولسي جرګې یو نوماند فرهاد اکبري مشال راډیو ته وویل، د ټاکنو په ورځ د شته امنیتي ګواښونو سره-سره خلک د رایو صندوقونو ته ورغلل، خو لدې کبله چې د یو شمېر کسانو په لیستونو کې نومونه نه وو، یا تر ناوخته بایوميټریک دستګاوو کار نه کاوه، دوی ونشو کولی چې خپلې رايې وکاروي.

د ولسي جرګې یو بل نوماند حیات احمدزی هم ورته خبره کوي او وایي، د نوماندانو په ګډون د یو شمېر رایه ورکوونکیو نومونه په لیستونو کې نه وو، بل مشکل داوو چې د ټاکنو په کمیسیون او د رایه اچونو په مرکزونو کې یو شمېر نوماندانو خپل کسان ګمارلي وو، هغوی د نورو نوماندانو پلویانو ته ستونزې جوړولې.

نوموړی وايي، پدې ورځ جګړه هم وه، چې خلکو ونشو کولی په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي.

حیات احمدزي دا هم وویل، چې یو شمېر نوماندانود رایه اچونې مرکزونو ته نږدې د خلکو څخه رايې په پيسو اخیستې.

د ولایتي شورا غړی سید قریب الله سادات هیله څرګندوي چې د ټاکنو په اړه د خلکو شکایتونه وڅېړل شي، سادات د ټاکنو له بهیره د خلکو د ناخوښۍ پړه په ټاکنو کمېسیون وراچوي چې په وینا یې بایو متریک سېستم خراب او هم په لېستونو کې ستونزې موجودې وې.

بل خوا د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل د ټاکنو کمېسیون له دې امله ستایي چې په کم وخت کې یې د رایو بانک ترتیب او نسبي شفافو ټاکنو ته زمینه برابر کړه:

((ټاکنې ترسره شوې، په ځينو ځایونو کې بایومیټریک وو، ځینو کې نه وو، په ځینو ځایونو کې لیست موجود وو او ځینو ځایونو کې نه وو، په ټوله کې موږ وایو چې دا پروسه د ستاینې وړ ځکه وه چې په لږ وخت کې يې د رایو بانک جوړ کړ، په لیستونو کې به کمی او زیاتی موجود وي، دا ټول د شفافیت په نیت د دولت او د ټاکنو د کمیسیون هغه ګامونه وو، چې په لږ وخت کې يې پورته کړل.))

د لوګر والي انور خان اسحاقزی هم وايي، چې د ټاکنو کمېسیون خپل کارکوونکي سم او پر تخنیک برلاسي نه وو روزلي او هم بایو متریک سېستم کې ستونزې موجودې وې.

د لوګر د ټاکنو کمېسیون مشر عبدالرحمن محبت د ټاکنو په بهیر کې ستونزې او ځینې درغلۍ مني، خو زیاتوي چې د نوماندانو او ناظرینو شکایتونه يې د شکایاتو له کمیسیون سره شریک کړي دي.

ښاغلی محبت زیاتوي، د څېړنو او لازمو شواهدو وروسته به ځینې صندوقونه قرنطین شي او چا چې ښکاره سرغړونې کړې وي مجازات به شي او په ځینو ځایونو کې به سپینې او تورې رايې سره بیلې شي.

XS
SM
MD
LG