د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزېشن ګوندونه څه ترلاسه کول غواړي؟


د اپوزېشن ګوندونو یو احتجاج
د اپوزېشن ګوندونو یو احتجاج

د پاکستان مسلم لیګ نون تر څنګ ، د اپوزېشن دوه نور لوی ګوندونه لکه پاکستان پپلز ګوند او متحده مجلس عمل هم نه یوازې د تحریک انصاف حکومت د درغلي پر اساس رامنځ ته شوی بولي بلکې وايي چې په یاد حکومت کې دومرې وړتیا نشته چې د ملک چارې پر مخ یوسي.

د پپلز ګوند مخکښ او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د متحده مجلس عمل سربراه او د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر ۲۲ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل ، دوي د حکومت پرضد د یوې تګلارې لپاره ټول ګوندیزه غونډه راغواړي.

د سیاسي چارو له کارپوه طلعت مسعود څخه مې وپوښتل چې د دوي به فکر د اپوزېشن ګوندونه پر حکومت له فشار زیاتولو څخه څه ترلاسه کول غواړي؟

طلعت مسعود وویل ، د اپوزېشن ګوندونه دا خبره تر یو حده سمه ده چې دوي ته په پارلمان او صوبايي اسمبلیو کې هغسې وخت نه ورکول کېږي لکه څنګه چې په کار ده.

خو د ده په فکر د اپوزېشن د فشار وجه ښايي دا وي چې هغوي د ځان پرضد د جوړو مقدمو ترشا حکومت او اسټبلشمنټ ویني.

ده وویل، “ زما په خیال خو د اپوزېشن ګوندونو د غړو پرضد چې په عدالت کې کومې مقدمې روانې دي هغوي ته دا ګوندونه داسې ګوري چې ګواکې حکومت او اسټبلشمنټ دوي ته سره یو شوي دي نو له دوي سره بې له دې بله لاره نشته چې پر حکومت فشار زیات کړي او هغه ته ستونزې جوړې کړي”.

طلعت مسعود وویل ، په ملک کې چې اوس کوم سیاسي حالت دی د دې وجه دا ده چې اپوزېشن او حکومت دواړو تېروتنې کړې دي.

نوموړي وویل، “داسې ښکاري چې د احتساب د عمل زیاته پاملرنه د اپوزېشن مشرانو ته ده خو کوم کسان چې په حکومت کې دي د هغوي ماضي هم ډېره پاکه نه ده بلکې پر هغوي هم تورونه شته خو پر هغوي اوس مقدمې نه چلول کېږي”.

د سیاسي چارو بل کارپوه رفیع الله کاکړ وايي ، ده ته نه ښکاري چې د اپوزېشن ګوندونه دې په لنډه موده کې د حکومت ضد یو لوی ګام پورته کړي.

ده وویل، “زما په خیال د اپوزېشن ګوندونه به په کال یو نیم کې داسې ګامونه وانخلي چې یا د تحریک انصاف حکومت ختم کړي او یا هم د عمران خان پرضد عدم اعتماد رامنځ ته کړي”.

رفیع الله کاکړ وویل ، “ د اپوزېشن ګوندونه پر انتخاباتو نیوکې لري او پارلمان ته هم په دې شرط تللي وو چې د دې به پلټنې کېږي خو تحریک انصاف په دې اړه د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي. بل د تحریک انصاف له خوا د اپورېشن په وړاندې چلند سم نه دی او هم داسې ویل کېږي چې د اساسي قانون په اتلسم بدلون کې د کوتو وهلو اراده لري. نو دې ټول انتقامي سیاست ښايي مسلم لیګ نون ، پپلز ګوند او جمعیت علما اسلام پر یوه موقف راوستي دي.”

واکمن تحریک انصاف وايي ، دوي د اپوزېشن ګوندونو په وړاندې انتقامي ګامونه نه اخلي بلکې د هغوي پرضد د احتساب ادارې مقدمې پیل کړې دي کومه چې د حکومت په وینا ازاده ده. خو د اپوزېشن ګوندونه د حکومت دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG