د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: اتلسم ترمیم کې بدلون نه منو


د عوامي نېشنل ګوند مشر ویلي که حکومت په اتلسم ایيني ترمیم کې بدلون وکړ نو بدې پایلې به ولري. اسفندیارولي خان وویل وفاقي حکومتباید د این ایف سي ایوارډ پرته فاټا ته جلا ځانګړې پانګه (فنډ) ورکړې وې.

د اې اېن پي مشر دا بیان په داسې حال کې راغلې چې یو حکومتي وزیر فېصل واوډا ویلي چې حکومت به يې تر اتلسم ترمیم لاندې نور نه بلېک مېله کېږي.

اسفندیارولي خان د ګل په ورځ جاري شوي یو بیان کې ویلي دوی د صوبو لپاره په اېن اېف سي اېوارډ کې هېڅ ډول کمی نه مني.

د ده په خبره چې فاټا ته په مالیاتي کمېشن کې برخه ورکول ښه خبره ده خو باید چې حکومت د صوبو ونډې کمولو پرځای فاټا ته جلا برخه ورکړې وی.

بېګا ناوخته له مشال راډیو سره خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند زاهد خان وویل اتلسم ایني ترمیم کې چې صوبو ته کوم اختیارات ورکړل شوي وو که هغه وفاق بیرته واخلي نو له دې به په صوبو ډېر اثر پرېوځي او له حکومتي اقداماتو ښکاري چې په اتلسم ايني ترمیم کې بدلون کول غواړي. د نوموړي په خبره یواځې دوی نه بلکې پاکستان پیپلز پارټۍ هم اندېښنې ښودلې دي.

''له کله چې عمران خان راغلی یا تر هغه مخکې چې لنډ-مهاله حکومت وو نو هغوی داسې بیانونه ورکړل چې له هغې یو ډوال داسې تاثر پیدا شو چې دوی وايي د اتلسم ايني ترمیم په وجه وفاق کمزوری شوی دی او چې صوبو ته کومه پیسه ځي نو وفاق ته تاوان دی نو دا بېخي ناسمه خبره ده. دا یو وفاقي ملک دی او په دې کې څلور قامونه اوسېږي او د هر قام خپل مشکلات او ضرورتونه دي نو په دې اقداماتو عوامې نېشنل ګوند ته هم اندېښنې دي او نورو قام پرسته قوتونو ته هم په دې اعتراض دی.''

په پېښور کې د قانوني او سیاسي چارو شنونکی نور عالم وايي، تر اتلسم ایيني ترمیم لاندې چې صوبو ته یو څه ورکړل شوي ول د هغه عمل لا پوره شوی نه دی او حکومت پکې بیا بدلون کولو خبرې کوي. د نوموړي په اند له دې به وړې صوبې د احساسې محرومۍ ښکار شي او په دې کې د ګټې پرځای نقصانات زیات دي او دې لړ کې چې څومره هم پرمختګ شوی دی هغه به بیرته شاته ولاړ شي.

د پاکستان تحریک انصاف وفاقي وزیر فېصل واوډا هم د نهې په ورځ خبري غونډه کې ویلی چې حکومت به نور د اتلسم ترمیم لاندې نور نه غولېږي او اوس داسې نه شي کېدای چې د دې ترمیم وروستو به وفاق صوبو ته پیسې ورکوي او دوی به يې خپلو جېبونو کې اچوي.

یاده دې وي د پاکستان پيپلز پارټۍ د حکومت په واکمنۍ کې په دوه زره لسم کال د اپریل په اتمه د هغه وخت صدر اصف علي زرداري خپل ټول اختیارات پارلېمان ته منتقل کړل او دا رنګ اتلسم ایينې ترمیم هم له قامي اسمبلۍ منظور کړل شو چې ترمخه يې ټول اختیارات صوبو ته ورکړل شو. په دې بدلون کې دا هم ویل شوي دی په یو صوبه کې چې یو څیز پیدا کېږي پر هغه به لومړې اختیار د همهغې صوبې وي.

XS
SM
MD
LG