د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خراب اقتصاد: وزيراعظم عمران خان سعودي ته تللی


عمران خان تېره مياشت هم سعودي عرب ته تللی وو
عمران خان تېره مياشت هم سعودي عرب ته تللی وو

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په رياض کې په يو نړيوال اقتصادي کانفرنس کې په ګډون سربېره د سعودي پاچا او وليعهد محمد بن سلمان سره هم ګوري. د وزيراعظم له دفتره د اکتوبر په دوه ويشتمه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلې چې هغه به د اقتصادي اړيکو په زياتولو وغږېږي.

عمران خان د اګست په اتلسمه د وزيراعظم په توګه سوګند پورته کړ او دا يې تر هغې وروسته سعودي عرب ته دوهم سفر دی. نوموړي ويلي چې د بهرنيوو قرضونو خلاصولو او اقتصاد سم ساتلو لپاره خوا او شا لس اربه ډالرو تر لاسه کولو لپاره يې د پېسو نړيوال صندوق يا آی، ايم، ايف ته رسمي غوښتنه ليږلې ده او له دوستو هېوادونو هم مرسته غوښتلی شي.

په اسلام اباد کې د اسلامک يونيورسټۍ د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق مشال راډيو ته وويل چې په دې وروستيوو کې اسلام اباد ته د آي، ايم، ايف کوم پلاوی ورغلی وو، هغوی حکومت ته د قرض د ورکړې شرطونه وړاندې کړي چې پکې د بجلۍ او ګېس ګرانول او ټېکسونو زياتول شامل دي.

که حکومت ټولې پېسې له آي، ايم، ايف اخلي، پر عامو خلکو به خامخا بوج اچوي. فکر نه کوم چې کوم ملک دې دومره وس ولري چې پاکستان سره دې په يوازې ځان د لسو اربو ډالرو پور وکړي.
د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق

نوموړي زياته کړه: ((د آی، ايم، ايم پروګرام همداسې وي چې د قرض بېرته حاصلولو لپاره په ټولو خواوو فکر کوي. حکومتونه مجبور وي چې د دې پېسو د خلاصولو لپاره د خپل هغه پېداوار نرخ زيات کړي چې خلک یې کاروي. دا د پاکستان پر حکومت د خلکو او سياسي ګوندونو فشارونه زياتولی شي.))

عمران خان په داسې حال کې په سعودي عرب کې د نړۍ د بېلابېلو لويو تجارانو په کنفرنس کې برخه اخلي چې پرون د اوبو سرچينو وفاقي وزير فېصل واډا په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل حکومت یې د بهرنۍ پانګونې راجلبولو او کارخانو چلولو لپاره ګېس او بجلۍ پېداوار ته سخت ضرورت لري.

د اقتصاد خرابوالی او د نرخونو زياتېدل

د فېصل واډا په وېنا د وزيراعظم د هداياتو ترمخه دوی نه غواړي چې د بجلۍ بيه لوړه شي خو هغه زياتوي چې کېدای شي د دې کار مخنيوی تر ډېره ممکن نه وي. ((اقتصاد ته ۱۱۲ اربه روپۍ نقصان رسېدلی دی. دا پر هغو دېرش کروړو روپو دپاسه دي چې موږ يې ذکر کوو. له دې کبله د پنځه روپيو بجلي په دولس روپۍ ده. ډېرې منصوبې يا پروژې شته چې اعلان يې نه شو کولی ځکه چې توليد يا پروډکشن يې نشته. د دې لپاره به يا قرضونو اخلو او يا به هم له ابو پېدا کېدونکې بجلۍ نرخ دومره زياتوو چې دا پروژې پرې وچلېږي.))

وزيراعظم عمران خان به د سعودي عرب تر سفر ورسته، ملايشيا او بيا چين ته ځي. د دغو ترڅنګ ترکي او متحده عرب امارات هغه هېوادونه دي چې چارواکو ويلي کېدای شي، قرض ترې وغواړي. د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق وايي له ډېر سياسي او اقتصادي فشار څخه ځان ژغورنې لپاره، کېدای شي د عمران خان حکومت نيمې پېسې له دوستو هېوادونو او نيمې د پېسو له نړيوال صندوق يا آي، ايم، ايف واخلي.

XS
SM
MD
LG