د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان احستاب ادارې د نواز شريف او مريم ضمانتونه چېلنج کړل


نواز شريف او لور يې مريم نواز
نواز شريف او لور يې مريم نواز

د پاکستان احتساب ادارې د اکتوبر په دوه ويشتمه په سپريم کورټ کې د يو اپېل په جمع کولو سره هغه پرېکړه چېلنج کړې چې پکې پخوانی وزيراعظم نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم يې کېپټن صفدر ته ضمانت ورکړل شو.

د درغليوو په کېسونو کې د جولای په مېاشت کې نوازشريف ته لس، مريم نواز ته اوه او کېپټن صفدر ته يو کال قېد سزا شوې وه خو اسلام اباد هايي کورټ په سپتمبر کې د دوی ضمانتونه منظور او هغوی له جېله خوشي کړل.

د پاکستان احستاب ادارې يا نېب نن پر خپل ویب سايټ خپرې کړې يوې خبرپاڼې کې د دې ادارې د مشر جاويد اقبال له خولې ليکلي چې له ملک څخه د درغليوو په ختمولو کې جدي دی. د خبرپاڼې ترمخه د دې کار لپاره به د هر چا احتساب کوي.

په نورو مقدمو کې په کال کې يو ځل خلک ورغوښتل کېږي خو نوازشريف هره ورځ ورغواړي.
عباسي

خو د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم لېګ (ن) يو مشر شاهد خاقان عباسي د اکتوبر په دوه ويشتمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې دوی سره تعصب کېږي. د هغه په وېنا د مسلم لېګ (ن) مشران په قصدي ډول په نښه شوي. (( په دې ملک کې بل هيڅ کس دومره ځلې عدالت ته نه دی وړاندې شوی لکه څومره چې نواز شريف وړاندې شوی دی. هغه تر سلو ډېر ځله عدالت ته تللی دی. بايد انصاف د ټولو لپاره برابر وي. آيا په دې ملک کې يوازې نوازشريف ملزم دی؟))

نوازشريف تېر کال د پاناما په نامه درغليوو قضيه يا کېس کې د وزيراعظمۍ له چوکۍ ليري شو. هغه درغلي نه مني او وايي عدليه یې په خلاف سازش کوي. خو د پاکستان چېف جسټس ثاقب نثار په بېلابېلو وختونو کې دا تورونه رد کړې دي او ويلي يې دي چې عدالتونه هر چا ته يو شان انصاف ورکوي.

د غدارۍ مقدمه

پر نواز شريف او شاهد خاقان عباسي يوه بله روانه مقدمه د غدارۍ ده. د ډان ورځپاڼې خبريال سيريل الميدا هم په دې مقدمه کې تورن دی او له ملکه يې په بهر تګ بندېز دی. الميدا د می په دولسمه د نوازشريف سره يوه مرکه کړې وه چې نوموړي پکې د ځان او د هغه حکومت خلاف د سازشونو تور پورې کړی وو. ډان ورځپانې د دې مقدمې پر مهال د شوو خبرو او وړاندې شوو دليلونو په بنياد په خپل رپورټ کې ويلي چې نوازشريف دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي.

د دې مقدمې اورېدنه پرون په لاهور هايي کورټ کې وشوه. سيرل المېدا پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې هغه خپل ليکلی ځواب جمع کړی او په دې لړ کې به بله اورېدنه د نومبر په ۱۲مه کېږي.

XS
SM
MD
LG