د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد فیصل: له افغانستان سره پر پوله به اغزن تار پر وخت بشپړ شي


پاکستان وايي افغانستان سره په پوله به د اغزن تار لګولو پروژه پر خپل وخت سر ته رسوو.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وايي چمن او سپين بولدک ترمېنځه پوله د هر قسمه تګ لپاره خلاصه ده او پاکستان غواړي چې د دواړو ملکونو ترمېنځه تجارت او د خلکو تګ راتګ لړۍ دې جاري وي.

د زيارت په ورځ اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل وویل پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او افغانستان د شخړې حل د افغانانو په مشرۍ او واک کې کېدونکو خبرو اترو له لارې راوتلی شي.

د پاکستان او افغانستان امنېتي سرتېرو ترمېنځه تيرې ېکشنبې په ورځ شوې انښتې پحقله ډاکټر فېصل وويل پاکستان په پوله باندې د بارډر منېجمنټ ترلاندې اغزن تار لګوي چې د وسله والو او قاچاق کونکو سره سره د غېر قانوني تجارت او د تګ راتګ مخه ونيسي او زموږ دا هسې ترڅه حده کامېابې شوې هم دي موږ به د اغزن تار لګولو دا پروسه جاري ساتو او پر ټاکل شوي وخت به يې سر ته رسوو او له افغانستانه هم هيله لرو چې خپل طرف ته دې ګامونه پورته کړي او دې مسلې حل دې راوباسي ځکه چې وسله والو لوجې نه صرف په افغانستان کې امنيت وضعه ښه نه ده بلکه ګاونډي او د دې سېمې نور هيوادونه هم د مشکل سره مخ دي.

د ذکر ده چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پوله د تېرې ېکشنبې پرورځ ترهغه ورسته وتړل شوه چې کله په تنګه دره سيمه کې د پاکستان له لورې د اغزن تار غځولو په غبرګون کې افغان سرحدي عسکرو ډزې وکړې چې بېا وسله واله نښته پېل شوه او پوله وتړل شوه خو د تېرې سېشنبې په ورځ پاکستان لور ته د افغان او پاکستانېو پوځي چارواکو ترمنځ په ېوه غونډه کې د لارې بېا پرانستلو پريکړه وشوه.

د پاکستان او ايران په پوله د وسله والو لخوا د ايران تښتولې شوو امنېتي سرتيرو پحقله د ېوې پښتنې په جواب کې ډاکټر فېصل وويل د ايران د بهرنېو چارو وزير جواد ظريف د پاکستان بهرنېو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ټېلي فوني خبرو کې د ايراني عسکرو تښتونې او د هغې ورستو په پېدا شوو حالاتو خبرې وکړې شاه محمود قرېشي نه صرف په پيښه د خفګان څرګندونه وکړه بلکه جواد ظريف يې د پاکستاني امنېتي سرتيرو لخوا پورته کړې شوو ګامونو نه هم خبر ګړو او وينا يې وه چې د دواړو ملکونو ګډ دښمنان نه غواړي چې پاکستان او ايران ترمېنځه اړيکې ښې وي نو ځکه دا قسمه کارواېانې کوي.

د یادونې ده چې د تېرې سېشنبې په ورځ د ايران او پاکستان سرحدي سيمه کې وسله والو د ايران څوارلس (۱۴) امنېتي سرتېري تښتولي دي، د جېش العدل په نوم ېوې وسله والې ډلې د ايران د امنېتي ځواکونو د تښتولو مسوليت منلې دې.

XS
SM
MD
LG