د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کالاشیانو استازی د سیمې او کلتور خوندیتوب لپاره قانوني مسوده جوړوي


کالاشیان خپل دین، کلتور او ژبه لري.
کالاشیان خپل دین، کلتور او ژبه لري.

پراګ - د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کالاشیانو استازی وزیر زاده وايي، د سیمې د مسلو هواري، د کلتور خوندیتوب او ورته د ودې ورکولو لپاره یې پر قانوني مسودې کار پیل کړی دی.

نوموړی کالاشی دی او واکمن تحریک انصاف، د جولای تر انتخاباتو وروسته ورته په اسمبلۍ کې د لږکیو څوکۍ ورکړه.

وزیرزاده د اکتوبر ۱۷مې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د کالاش د مسلو په هواري کې دلچسپي لري:

"ما د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له سپیکر مشتاق غني او د صوبې له اعلا وزیر سره خبرې وکړې. موږ د [کالاشیانو] د پرمختیا او د هغوی د کلتور فروغ لپاره کار کوو. موږ پر یوې قانوني مسودې هم کار پیل کړی او دا به ژر [اسمبلۍ] ته وړاندې کړو. ما چې له حکومتي [واکدرانو] سره څومره ابتدايي غونډې کړې دي، هغوی په دې برخه کې ډېره لېوالتیا ښودلې او مثبت ځواب یې راکړی."

کالاشیان د پاکستان سېنېټ کې استازیتوب غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

وزیرزاده دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د پاکستان مشر قاضي میا ثاقب نثار د اکتوبر پر ۱۷مه د کالاشیانو د ځمکو نیولو یوې قضیې اورېدنه وکړه.

ده د کالاشیانو د سیمې د ساتنې ټینګار وکړ او غږ یې وکړ چې کالاشیان باید په زور مسلمان نشي.

کالاش په انځورونو کې

خو وزیر زاده او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د چترال استازی هدایت الرحمان د رسنیو هغه ټول رپورټونه ناسم بولي چې پکې راغلي چې ځېنې ډلې او خلک په زور کالاشیان مسلمانوي.

نه چا تر اوسه څوک په زور مسلمان کړي او نه یې کولای شي.
هدایت الرحمان

هدایت الرحمان وايي، په چترال کې سنیان، اسماعیلیان او کالاشیان یو ځای په ارامه فضا کې ژوند تېروي او تر اوسه هېڅوک په زور نه دی مسلمان شوی:

"هېڅوک کالاشیان په زور نشي مسلمانولای خو په خپله خوښه که څوک مسلمانېږي، نو کولای یې شي ځکه چې په هېچا داسې بندیز نشي لګېدای چې ته به نه مسلمانېږي. دا هسې افواګانې دي چې [کالاشیان په زور مسلمانېږي]. نه چا تر اوسه څوک په زور مسلمان کړي او نه یې کولای شي."

هدایت الرحمان همداراز دا تاثر هم ناسم بولي چې ګواکې د ځمکو نیولو پېښې یوازې د کالاشیانو په سیمه کې کېږي: "د ځمکو لانجې او قضیې شته. خو دا یوازې د کالاشیانو پر ضد نه دي. د کالاشیانو او اسماعیلیانو هم شته. د سنیانو او کالاشیانو لانجې هم شته. دا ډول مسلې په هره سیمه کې وي. خپله د سنیانو هم د ځمکو لانجې شته او کېسونه روان دي."

کالاشیان د پاکستان تر ټولو وړوکی اقلیت دی چې په چترال ولسوالۍ یا ضلعې کې اوسي.

د هغوی د استازو په وینا، د کالاش ټوله ابادي شاوخوا ۴،۵۰۰ ده چې خپله ژبه، خپل دین او کلتور لري.

د پاکستان مشر قاضي میا ثاقب نثار د اکتوبر پر ۱۱مه په سیمه کې د ځمکو د لانجو او د کالاشیانو د جایدادونو نیولو یوې قضيې نوټس اخیستی وو.

په چترال کې یوه عدالت وار له مخه د کالاشیانو په حق کې فیصله کړې وه خو د خیبر پښتونخوا د سرکاري وکیل مرستیال د سپریم کورټ مشر قاضي ته ویلي چې د ځمکې او جایداد دعوه ګیر د پېښور هایکورټ ته تللي.

د چارشنبې پر ورځ، میا ثاقب نثار د قضیې اورېدنه د اکتوبر تر ۳۱مې وځنډوله او امر یې وکړ چې حکومت دې د کالاشیانو د جایدادونو د قبضې مخه ونیسي او د سیمې اوسېدونکو بنیادي حقونه دي خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG