د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: تر ټاکنو وروسته د رایو شمېرنه روانه ده


پاکستان کې ضمني انتخابات وشول
پاکستان کې ضمني انتخابات وشول

پراګ ـ د قامي اسمبلۍ پر۱۱ او د صوبايي اسمبلیو پر۲۴ څوکیو د ضمني انتخاباتو لپاره د ووټونو د اچولو بهیر پای ته ورسېد. د ووټونو اچولو پروسه د یکشنبې پر سهار اتو بجو پیل شوې وه چې د ماښام تر پېنځو بجو یې دوام وکړ.

د مشال راډیو خبریال وايي په اسلام اباد او پنجاب کې لسګونو زرو خلکو په داسې حال کې خپلې رایې وکارولې چې د بد امنۍ کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې. پولیسو او پوځي سرتېرو د رایو ورکولو د مرکزونو د امنیت ساتنه کوله. وزیراعظم عمران خان د اسلام اباد په بني ګاله کې خپله رایه استعمال کړه.

د پاکستان نیوز ورځپاڼې لیکلي پخوانی وزیراعظم نوازشریف د خپلې کورنۍ سره د لاهور یوې حلقې ته د خپل ووټ د استعمالولو لپاره ورغلی وو خو دا چې شناختي کارت ورسره نه وو نو ورته د ووټ اچولو اجازه ور نه کړل شوه.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي سیاسي ګوندونو خلک د رایو استعمال ته هڅول خو د خلکو شمېره د تېرو ټاکنو په نسبت کمه وه او په ځانګړي ډول د مېرمنو شمېره لا نوره کمه وه. د مشال خبریال وايي په پېښور او نوښار کې د بد امنۍ کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې.

له مردانه راپور لرو چې په سولییزه ماحول کې خلکو خپلې رایې استعمال کړلې. په مردان کې د صوبايي اسمبلۍ دوو څوکیو باندې ووټونه کېدل.

له بنو د مشال همکار راپور راکوي چې دغلته د قامي اسمبلۍ په ۳۵مه حلقه کې خلکو رایې وکارولې خو شمېره یې کمه وه. دوی وايي، عین په ښاري سیمو کې هم د مېرمنو ونډه کمه وه.

په ډېره اسماعیل خان کې هم ضمني انتخابات ترسره شول. د مشال خبریال وايي، په دوو حلقو کې خلکو ووټونه اچول. دا چې دا حلقې حساسې ګرځول شوې وې نو پولیسو او پوځ د امنیت سنبالولو چارې پر مخ وړلې او کومه بده پېښه مخې ته نه راغلې.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي له شپږو زرو زیاتو هغو پاکستانیانو هم خپلې رایې ان لاین یا پرلیکه کارولي چې بهر ملکونو کې ژوند او کار کوي.

له سواته د مشال راډیو خبریال راپور راکوي چې د سوات په ۲ حلقو پي کی ۳ او پي کی ۷ ضمني انتخابات وشول. په دغو حلقو کې یو لک او شل زره نه زیاتې مېرمنې هم د ووټ ورکولو جوګه وې خو په پولېنګ سټیشنونو کې د مېرمنو ونډه پیکه وه.

د مېرمنو پولېنګ سټیشنونونه خالي پراته دي
د مېرمنو پولېنګ سټیشنونونه خالي پراته دي

په پاکستان کې پارلیماني ټاکنې د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۲۵مه نېټه ترسره شوي وو چې په نتیجه کې یې تحریک انصاف تر نورو ګوندونو زیاتې څوکۍ ګټلې وې. د ضمني انتخاباتو څاروونکي وايي د جولای د ۲۵ مې پر تله د اکتوبر د ۱۴مې ضمني انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه.

XS
SM
MD
LG