د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي مدني فعالان: هېچا ته د ټاکنیزو سایټونو د تړلو اجازه نه ورکوو


د خوست مدني فعلان.
د خوست مدني فعلان.

د شنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو د یوې خبرې ناستې پر مهال د امنیتي ګواښونو له کبله د یاد ولایت په اتو ولسوالیو کې د رای اچونې د ۲۷ مرکزونو د تړل کیدو پرېکړه ناسمه وبلله.

دوی زیاتوله، یاد مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله نه، بلکې د سیاسي ملحوظاتو له کبله تړل شوي او پدې کې یو شمېر د ولسي جرګې هغه نوماندان لاس لري، چې په همدې منطقو کې رای نه لري.

د خوست تریزي علي شیر، باک، اسماعیل خېل مندوزي، موسی خېل، قلندر، نادرشاه کوټ، شمل دومنده، او سپیره هغه ولسوالۍ دي، چې د اعتراض کوونکو په وینا په کې د امنیتي ګواښونو په پلمه ۲۷ ټاکنیز سایټونه په کې تړل شوي دي.

د کنفرانس ګډونوالو ویل، د امنیت خوندیتوب د پوځي ارګانونو دنده ده او که چیرې هغوی پدې برخه کې ستونزې ولري، نو قومونه حاضر دي، چې د امنیت په خاطر اربکي وګماري، خو د سایټونو تړلو ته اجازه نه ورکوي.

مدني فعال رفیع الله زیار وویل، که څه هم په خوست کې تر ډېرو ولایتونو امنیت ښه دی، خو بیا هم پداسو سیمو کې ټاکنیزو سایټونه تړل شوي، چې هلته نوماندان لویې-لويې غونډې جوړوي.

د ده په وینا دې سیمو ته پخوا د تذکرو د وېش ټیمونه په ورځو-ورځې ورغلي او زرګونه تذکرې يې سټیکر کړي دي.

زیار دا کار د امنیتي ګواښونو له کبله نه بلکې د سیاسي ملاحظاتو له کبله بولي او ګواښ کوي، که امنیتي ادارې لدې پرېکړې منصرف نشي، نو د یادو سیمو خلکو به په پراخو لاریونونو او نورو مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

کمال خان کمال وايي، چې د موسی خېلو د مرغې لیسې سایټ تړل شوی، حال دا چې د جمعې په ورځ یو نوماند په کې د څلورو زورو کسانو په ګډون یوه ستره غونډه درلوده.

دی وايي، له احتمالي ګواښونو یوه سیمه او مرکز هم خوندی نه دی، کچیرې حکومت د ټاکنو د سایټونو امنیت نشي ساتلی ځايي خلک حاضر دي، چې امنیت يې وساتي، خو د سایټ په تړلو سره دې دوی د ټاکنو له حقوقو نه بې برخې کوي.

د رييس خان په نوم یو مدني فعال وايي، چې د قلندر اړوند په سړو اوبو کې چې خوست ښار سره په یو کیلومتری کې سیمه ده، هلته سایټ تړل شوی، د اداري کمپلیکس پورې تړلې سیمه کې سایټ د لوړ امنیتي ګواښ په پلمه تړل شوی دی.

دی دا پرېکړې د سیاسي فشارونو له کبله دي او د هغو خلکو لخوا شوي دي، چې پدې سیمو کې رايې نلري.

د ده په وینا داسې سایټونه تړل شوي، چې هلته څو-څو ورځې سټیکرې لګیدلي او هېڅ ډول ګواښ ورته ندی شوی، د تورو اوبو په سیمه کې يې یو داسې سایټ تړلی، چې دوه لورو ته يې ولایتي قواوې دایمي پوستې لري.

قومي مشر قادرګل ځدارڼ وویل، کچیرې یاد ۲۷ ټاکنیز سایټونه وتړل شي، دا کار به د دولت او ولس تر منځ د واټن د پیدا کیدو او د خلکو د پراخه مخالفت لامل شي.

دی غوښتنه کوي، هغه چا چې په سیاسي ملحوظاتو دا کار کړی، باید رسنیو ته څرګند او د اړوندو ادارو لخوا مجازا شي.

قادرګل ځدراڼ وايي، د ټاکنو د امنیت په برخه کې ولس هراړخیرې همکارۍ ته تیار دی او چارواکي پرې غږ کولی شي.

حاجي مارک ځدراڼ د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، چې په دریو ځدراڼ میشتو ولسوالیو نادرشاه کوټ، شمل دومنده او سپرې کې د امنیت تضمین ورکوي او حاضر دي، چې له همدې ورځې د امنیت د خوندیتوب لپاره قومي اربکي ورکړي.

دی د علاوالدین کلی ښيي، چې د ملي اردو له پوستې سره نږدې ده، خو سایټ يې تړلی دی.

حاجي مارک وايي، د ټاکنو د خوندیتوب لپاره هر ډول همکاری ته تیار دي، خو د سایټونو تړل نه مني او کچیرې داسې تصمیم ونیول شي، نو ځدراڼ به په لاریونونو لاس پورې کړي.

بلخوا خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی دا خبره ردوي، چې دوی د امنیتي ګواښونو له کبله د ۲۷ سایټونو د تړلو وړاندیز کړی.

دی وايي، په یادو اتو ولسوالیو په ۲۷ سایټونو کې د امنیتي ګواښونو د لوړ تهدید ارزونه په خپله سیمه ییزو مسوولینو کړې او دوی هڅه کوي، چې هلته د امنیت د خوندیتوب لپاره لپاره لازم پرسونل او امکانات برابر کړي.

یاده دې وي، په خوست کې د ولسي جرګې د ټولټاکنو لپاره چې د میزان په ۲۸ مه یا د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه ترسره کیږي، ۱۹۲ د رای اچونې مرکزونه جوړ شوي دي.

که څه هم خوست د افغانستان د نسبتاً امن لرونکو ولایتونو څخه دی، خو یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه موجود دي.

XS
SM
MD
LG