د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي دي


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره لیده کاته کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره لیده کاته کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو چارواکي د اکتوبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته د دې ناستې د خبر پخلی وکړ خو د خبرو اترو په اړه یې تفصیل ورنه کړ.

په تیرو څلورو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې امریکایي چارواکي د طالبانو له استازیو سره مخامخ خبرې کوي.

زلمی خلیلزاد د اکتوبر پر ۱۲مه له قطر څخه کابل ته تللی او هلته یې د اکتوبر پر ۱۳مه سهار له افغان ولسمشر اشرف غني سره لیده کاته کړي دي.

ډاکټر زلمي خلیلزاد ‏‏ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې امریکا د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او په دې برخه کې هڅې جاري ساتي.

ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ‎د هلو ځلو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوي په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامنځ ته کېدو لپاره د هر اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوي.

د امریکا او افغانستان حکومتونو لا په قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د شویو خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي دا سفر چې نژدې لس ورځې مخکې پیل شوی وو او د اکتوبر پر ۱۴مه پای ته رسېږي.

زلمي خلیلزاد په دې سفر کې د افغانستان، پاکستان، متحد عرب اماراتو ، سعودي عرب او قطر له لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG