د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د قومي او صوبايي اسمبلیو پر ۳۵ چوکیو بیا انتخابات کېږي


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن

په پاکستان کې د اکتوبر پر ۱۴مه د قومي او صوبايي اسمبلیو پر ۳۵ چوکیو بیا ځلي یا ضمني انتخابات کېږي.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن د مالوماتو له مخې ، په دې کې د قومي اسمبلۍ ۱۱ او د څلور واړه صوبايي ۲۴ حلقې شاملې دي.

د قومي اسمبلۍ لپاره د اسلام اباد پر یوه ، د پنجاب پر اتو ، او د سند او خېبرپښتونخوا پر یوه یوهچوکۍ به ټاکنې کېږي.

د صوبايي اسمبلېو لپاره به د پنجاب پر ۱۱ ، د سند او بلوچستان په دوو دوو او د خېبرپښتونخوا پر نهه حلقو ولس رایې اچوي.

د پاکستان د الېکشن کميشن یو چارواکي خورشيد عالم مشال راډيو ته وويل چې د دې ضمني ټاکنو لپاره يې په ټول ملک کې یې نژدې ۷۵۰۰ د رایو اچولو مرکزونه جوړ کړي دي.

خورشید عالم زیاته کړه چې په دې کې تر ۱۷۰۰ زیات مرکزونه حساس ګرځول شوي دي او هلته د امنیت ټینګ ساتلو لپاره پوځ ځای پر ځای شوی دی.

هغه وویل چې د دې انتخاباتو لپاره ۶۶۱ کسانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو خو د ۱۶ کسانو کاغذونه رد کړل شو.

د خورشيد عالم په وينا په دې ضمني انتخاباتو کې به په لومړي ځل د نړۍ په نورو ملکونو کې ميشت پاکستاني وګړي هم خپله رايه وکاروي.

په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه نېټه ترسره شوي وو چې تحریک انصاف ګوند پکې تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلې وې.

خو د مسلم لیګ نون او نورو اپوزېشن ګوندونو مشران تور پورې کوي چې له دوي سره درغلۍ شوې دي.

XS
SM
MD
LG