په ټوله نړۍ کې د اکتوبر ۱۱مه نېټه د نجونو د ورځې په توګه لمانځل کېږي او ملګرو ملتونو ویلي سږ کال غواړي په ټولنه کې د نجونو د روزګار او هنر په اړه پوهاوې پېدا کړي.
د دیر ثمر خان چې یوه ساییکل چلونکې ده. هغې یوشمېر ریکارډونه جوړ کړي دي خو په دا وروستیو کې د افریقا تر ټولو د دنګ غره څوکې ته په ساییکل تللې ده. هغه د پاکستان لومړنۍ ساییکل چلوونکې ده چې د تنزانیه په منجارو سیمه کې د تر ټولو هسک غره څوکې ته ختلې. ثمر وایي باید کورنۍ د تعلیم او لوبو په لار کې د خپلو لوڼو مخه و نه نیسي.
له جنوبي وزیرستانه د سکواش لوبغاړې ماریه تورپېکۍ وایي په هر کور کې یوه ماریه ده. هغه وایي پښتنې نجونې باید خپل تعلیم او زده کړې پرېنږدي.
د کوز دیر سایره شمس چې یوه سیاسي فعاله ده وایي په ټولنه کې د هلکانو په نسبت د نجونو په لاره کې خڼدونه زیات وي خو باید نجونې همت ونه بایلي.
په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ښځو او لږکیو د حقونو لپاره کارکونکې شاهده شاه وایي دا خبره سمه ده چې د نجونو د تعلیم او روزګار په لار کې مشکلات زیات وي خو که د یوه کلي یوه نجلی نن همت وکړي نورې به یې هم مرسته وکړي. شاهده شاه وایي باید ښځې او نجونې پر خپلو پښو ودریږي.
تاندې هیلې خپرونه لاندې اوریدای شۍ
تاندې هیلې
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.