د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس نثار: د پېښور ارمي پبلک سکول پېښې په اړه دې عدالتي کمېشن جوړ شي


د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار
د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار

د پاکستان سپريم کورټ امر کړی دی چې په ۲۰۱۴م کال کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د شوي خونړي برید په اړه د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې درې کسيزې جرګګۍ د اکتوبر پر ۵ مه د پيښور ارمي پبلک سکول د برید په اړه د هغې مقدمې اورېدنه وکړه د کوم چې هغه په خپله نوټس اخیستی وو.

چيف جسټس ثاقب نثار ویلي چې عدالتي کمېشن دې جوړ کړل شي او په شپږو اونیو کې دې رپوټ وړاندې کړل شي.

نوموړي ویلي چې وړاندې یې په دې اړه زباني خبره کړې وه خو اوس یې په لیکلې بڼه امر کړی دی چې د پيښور های کورټ د سينير جج په مشرۍ کې دې کميشن جوړ کړل شي.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شوو ماشومانو د میندو او پلرونو له خوا د جوړ شوي شهدا فورم مشر فضل خان اېډوکېټ چې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې چيف جسټس ثاقب نثار ته درخواست ورکړی وو چې د هغه برید په اړه دې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي.

فضل خان اډوکېټ مشال راډيو ته وویل چې دوي په خپل درخواست کې د یو داسې ازاد عدالتي کميشن غوښتنه کړې وه چې ذمه داران رامخې ته کړي او سزا همورته وټاکي ، خو د ده په وینا ، په اوسنيو حالاتو کې دا ګرانه ورته ښکاري چې انصاف به ورکړل شي.

فضل خان اډوکېټ وویل ،“ اوس د دې پېښې څلور پوره کېدونکي دي او چې څوک پکې ککړ وو او یا يې ذمه واري جوړيده نو هغوي وس په بدل بدل ځايونو کې دي نو له هغوي څخه دومره ژر پلټنې کول ممکن نه دي.”

په هغه برید کې د وژل شوي یو زده کوونکي ایمل خان پلار عتيق خان وايي له لومړۍ ورځې يې د هم دې لپاره د غېر جانبداره عدالتي کميشن غوښتنه کوله چې هغه کسان په ډاګه کړل شي د کومو د غفلت له کبله چې دومرې لویه پېښه رامنځ ته شوه.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶ مه وسله والو برید کړی وو چې پکې د ۱۳۱ ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي وو او تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه.

د پاکستان حکومت تر هغه برید وروسته په ملک کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره د نشنل ایکشن پلان په نامه تګلاره جوړه کړه.

په هغه تګلاره کې د پوځي عدالتونو جوړول هم شامل وو د کوم لپاره چې د ملک په اساسي قانون کې په بېړنۍ توګه بدلون راوستل شو.

د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکي هغه پوځي عدالتونه بریالي بولي خو د اپوزېشن ګوندونه او د امنیتي چارو شنونکي له دې خبرې سره اختلاف لري.

هغوي وايي ، په پوځي عدالتونو کې زیاتره هغو وسله والو ته سزاګانې ورکړل شوې دي چې پر پخواني پوځي واکمنپرویز مشرف او یا نورو پوځیانو یې په بریدونو کې لاس درلود.

د پښتانه پر وطن د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره راپورته شوي پښتون ژغورنې غورځنګ بیا وايي چې په پوځي عدالتونو کې بې ګناه کسانو ته هم سزاګانې ورکړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG