د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو انتخاباتو ته به لومړيتوب ورکوو: عمران خان


د پاکستاني وزيراعظم عمران خان پخوانی عکس.
د پاکستاني وزيراعظم عمران خان پخوانی عکس.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي چې د قبايلي سيمو پرمختيا او صوبايي اوبلدياتي انتخاباتو ته به لومړيتوب ورکوي. وزيراعظم دا خبره پرون د اکتوبر په دوايمه د متحده مجلس عمل د يو مشر منيرخان اورکزي په مشرۍ د قبايلي سيمو د پارلېماني استازو له يو پلاوي سره په ملاقات کې کړې.

منير خان اورکزي بيګا ناوخته مشال رېډيو ته وويل : (( موږ له وزيراعظمه غوښتي چې قبايلي سيمو ته دې د اېن ايف سي اېوارډ درې فيصده برخه زر تر زره ورکړل شي. د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې دې د قبايلي سيمو څوکۍ د ۱۶ پر ځای ۲۴ کړل شي او د قبايلي سيمو لپاره د قامي اسمبلۍ موجوده څوکۍ دې برقرار وساتل شي. زموږ له څه باندې ۹۰ فيصده غوښتنو سره عمران خان موافقه کړې))

د قبايلي سيمو پارلېماني غړي وايي چې پرون له وزيراعظم سره په ملاقات کې د خېبر پښتونخوا د ګورنر په ګډون دقبايلي سيمو اييني او انتظامي اصلاحاتو ته د عملي شکل ورکولو لپاره د جوړې حکومتي کاري ډلې يا ټاسک فورس کمېټې نور غړي هم موجود وو.

په دې موقع د ټاسک فورس کمېټې غړو ويلي چې دوی به هڅه کوي چې د قبايلي سيمو د پارلېماني غړو غوښتنو ته عملي شکل ورکړي.

خو د قبايلي سيمو د سياسي اتحاد مرستيال مشر نثار مومند وايي چې حکومت په اصلاحاتو کې جېدي نه دی. مومند پرون ناوخته مشال راډيو ته وويل:(( حکومت مخکې ويلي وو چې تر عامو انتخاباتو دوه مياشتې وروستو به بلدياتي انتخابات کوي چې دارنګ بيا بلدياتي حکومت په قبايلي سيمو کې پرمختيايي کارونه ترسره کړي خو حکومت اوس دغه انتخابات راتلونکې کال ته وځنډول. د وزيرعظم لخوا دکاري ډلې يا ټاسک فورس کمېټې جوړول هم سمه خبره نه ده ځکه چې په دې کمېټه کې هغه کسان شامل دي چې په تېر وختونو کې يې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا د ورګډولو مخالفت کړی))

ياده دې وي چې د ستمبر په ۶ مه د پاکستان وزیراعظم عمران خان د قبايلي سيمو په عملي توګه په خېبر پښتونخوا د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو لپاره یوه کاري ډله وګمارله چې په ټاکلې موده کې دغه بهیر سر ته ورسوي او په دې لړ کې د ورپېښو ستونزو لیرې کولو لپاره اقدامات وکړي.

په دې کمېټۍ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر شافرمان او د وزیراعلي محمودخان ترڅنګ د اسټېبلېشمنټ لپاره د وزیراعظم سلاکار، د مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري او د سېنېټر هدایت الله ترڅنګ نور یو شمېر اعلا چارواکي شامل دي.

XS
SM
MD
LG