د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته تر سواته ادبي او کلتوري هلې ځلې


د مشال راډیويي مجلې تازه ګڼه کې مو، په خوست کې د سولې لپاره د مشاعرو له لړۍ خبروو، انیس بشیر د جلال اباد پر دیوالونو انځورګري کوي، وحیدالله قرار په سوات کې پر یو نوي چاپ شوي کتاب تبصره وړاندې کوي او د رابندرنات ټیګور د یوې لنډې کیسې پښتو ژباړه هم اورېدلی شئ.

په خوست کې د سولې مشاعرې:

افغانستان له لسیزو راهېسې جنګونو ځپلی، اوس یې د بیا رغونې چارې روانې دی. ادیبان او شاعران هم د خپل وس مطابق د سولې، پخلاینې او بیا رغونې لپاره غونډې جوړوي، شعرونه لیکي او مشاعرې کوي. د خوست ولایت فرهنګیانو هم په دې وروستیو کې د سولې لپاره د مشاعرو لړۍ پیل کړې ده. د خوست د خوږ ژبي شاعر قدرت الله درمان سره مو د مجلې په دې ګڼه کې خبرې کړي.

دسولې لپاره د انیس بشیر هڅې:

د سولې لپاره د شاعرانو او لیکوالو ترڅنګ انځورګران هم کار کوي. انیس بشیر ځوان انځورګر دی. هغه په جلال اباد کې پر دیوالونو داسې انځورونه جوړوي چې د سولې پيغام له ځانه سره لري. له هغه سره مو پر دې او د هغه پر نورو فعالیتونو خبرې کړې دي.

پر کتاب تبصره:

موږ په مشال راډیويي مجله کې پر نویو چاپ شویو کتابونو تبصرې هم وړاندې کوو. دا ځل د شاوزیرخان خاکي، پر کتاب ( په سوات کې د ماشومانو زړې لوبې ) نومې کتاب باندې د ځوان لیکوال وحیدالله قرار تبصره اورو.

د رابندر نات ټیګور کیسه:

رابندرنات ټیګور نوبل انعام ګټونکی بنګالی شاعر او لیکوال دی. د نوموړي لنډې کیسې هم نړیوال شهرت لري. د مجلې په دې ګڼه کې مو د هغوی یوه لنډه کیسه، شاعر او نجلۍ درته ژباړلې ده.

مجله دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG